1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستواتیکان

د اوکراين جګړه، قزاقستان ته د پاپ فرانسیس سفر

۱۴۰۱ مرداد ۱۰, دوشنبه

واټیکان د دوشنبې په ورځ وويل چې پاپ فرانسیس به په سپتمبر میاشت کې قزاقستان ته ولاړ شي او هلته به د روسي اورتودوکس کلیسا د اسقفانو چې په اوکراين کې د جګړې ملاتړ کوي، په یوه مذهبي غونډه کې ګډون وګړي.

https://p.dw.com/p/4EyTu
Papst umgeht Entschuldigung für Tod von Kindern in Schule in Kanada
انځور: Domenico Stinellis/AP/picture alliance

واټيکان یا د پاپ فرانسیس مقر ويلي دي چې پاپ به د قزاقستان په پلازمينه نورسطلان کې دغه نړيواله مذهبي او کلتوري غونډه کې د سپتمبر له ۱۳ تر ۱۵ کې ګډون وکړي.

پاپ فرانسیس په وروستیو مرکو کې هيله مندي ښودلې چې هغه به د قزاقستان په پلازمينه کې د مسکو او روسېې له اسقف، کيریل، سره وګوري. کیريل پر اوکراین د مسکو له پوځي یرغل څخه بشپړ ملاتړ کوي.

خو قزاقستان ته د پاپ فرانسیس د سفر په اړه د واټيکان په اعلامیه کې د کيريل یادونه نه ده شوې.

بریتانيا په جون میاشت کې پر کریل باندې «پر اوکراین کې د روسېې د پوځي یرغل د څرګند ملاتړ په خاطر» بندیز ولګاوه. هنګري بیا د اروپايي اتحادېې له خوا پر هغه د بندیز لګولو د هڅو مخه ونیوله.