1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امریکا او چین د لوړپوړو پوځي چارواکو خبرې

۱۴۰۲ دی ۱, جمعه

تمه کیږي چې له دغو خبرو اترو سره به د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ پراخې اړیکې عادي شي. د امریکا د پوځ مشر له خپل چینایي سیال سره په خبرو کې د سوتفاهم د مخنیوي په خاطر د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4aTLo
Symbolbild Beziehungen USA China Fahne Flagge
انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د مشترکو ځواکونو لوی درستیز کیو براون او د چین د خلق آزادي بخښونکي پوځ مشر جنرال لیو ژنلي ترمنځ د پنجشنبې ورځې ویډیویې کنفرانس تر یوه کال په ډیره موده کې دا د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ خبرې اترې وې.

د ۲۰۲۲م کال په اګست کې تایوان تهد امریکا د سنا مجلس مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته بیجنګ دا ډول د لوړې کچې ملاقاتونه ځنډولي ول. خو تیره میاشت د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د هغه د چینایي سیال شي جنګ پنګ ترمنځ له موافقې وروسته بالاخره دواړه هیوادونه د مذاکراتو په بیا پیلولو راضي شول.

له دغو خبرو اترو څخه د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د پراخو اړیکو د عادي کیدو تمه کیږي.

دواړو پوځي مشرانو پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي؟

د براون له دفتر څخه په خپاره شوي اعلامیه کې ویل شوي دي چې د جنرال چارلس کیو براون او د چین د ولسي آزادي بخښونکي پوځ (پي ایل ای) مشر جنرال لیو ژینلي په ویډیویي کنفرانس کې د سیمه ایز او نړیوال امنیت په اړه پر ډېرو مسائلو خبرې اترې شوي دي.

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

لیو د مرکزي پوځي کمیټې مشر هم دی چې د چین د جنګي عملیاتو او پلان جوړونې مسئولیت هم لري. د امریکایي پوځ یوه ویاند جیریل دروسي ویلي دي چې «جنرال براون د سوتفاهم د امکاناتو کمولو له پاره په مشخصو خبرو اترو کې د چین د ولسي آزادي بخښونکي پوځ مشر د موجودیت پر اهمیت ټينګار وکړ.»

بروان تیره میاشت ویلي ول چې هغه تیره میاشت جنرال لیو ته یو لیک استولی دی چې ورته یې پکې ویلي دي هغه د ملاقات له پاره اماده دی.

د چین د پوځ مشر څه ویلي دي؟

د چین د دفاع وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپرې شوې یوې اعلامیې پر اساس لیو ویلي دي چې د امریکا او چین ترمنځ سالم، مستحکم او پایداره اړیکو ته د پراختیا ورکولو کيلي «د چین په هکله د امریکا په سم درک کې» نغښتې ده.

لیو د خبرو اترو پر مهال د امریکا له خوا د چین سیمه ایزې خپلواکۍ ته او د چین په سویلي سمندر کې د پراخو سمندري حقونو او ګټو ته په درناوي کولو ټینګار وکړ.

چین تایوان خپله سیمه بولي. بیجینګ وایي چې د خپل دې هدف ترلاسه کولو له پاره له زوره هم استفاده کولی شي.

مثبت پرمختګ

د پنټاګون ویاند پیت راییدر د براون او لیو ترمنځ د پنجشنبې ورځې خبرې اترې «مثبت پرمختګ» وباله او ويې ویل چې د جو بایډن او شي جن پنګ له خوا د اعلان کړو پروژو د عملي کولو له پاره کار کوي.

رائیدر وویل: «کله چې تاسې سره دوه لوی پوځونه وي، نو دا اړینه ده چې موږ د غلط فهمیو د مخنیوي له پاره د خبرو اترو سرچینې خلاصې پریږدو».

په همدې منځ کې امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د لوړپوړو پوځي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د عادي کیدو سربیره د دواړو اړخونو ترمنځ فعاله خبرو اترو ته وده ورکول به یو څه وخت ته ضرورت ولري، چې له تایوان څخه نیولې بیا د چین سویلي سمندر او سوداګرۍ پورې د مختلفو مسائلو په اړه اختلافات موجود دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب