1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس وايي د «موقتي اوربند» هوکړه نېږدې ده

۱۴۰۲ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د حماس وسله واله ډله د قطر په منځګړيتوب د يوه موقتي اوربند په تړاو مذاکرات کوي، امريکا متحده ایالاتو هم ويلي دي چې د يرغمل شويو د خلاصون هوکړه ښايي نېږدې وي.

https://p.dw.com/p/4ZFPE
د غزې جنوب ته د خلکو کوچ
د غزې جنوب ته د خلکو کوچانځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images

د حماس مشر اسماعيل هنيه، چې په قطر کې ميشت دی چېرې چې د حماس سیاسي دفتر هم دی، د تليګرام شبکې له لارې یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې «موږ د اوربند يوه تړون رامنځته کولو ته ډېر نېږدې يو.» خو نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

مذاکره کوونکي چې قطري منځګري هم پکې شامل دي، د يوه داسې تړون د رامنځته کولو هڅه کوي چې له لارې یې د هغو تر ۲۰۰ ډېرو يرغمل شويو کسانو خلاصون هم تضمين شي چې د اکتوبر د ۷مې نیټې له بريدونو راهېسې په غزه کې ساتل کيږي.

د امريکا متحده ایالاتو حکومت هم ويلي دي چې يو بالقوه تړون نېږدې دی.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کیربي، وويل: «موږ باور لرو چې [يوې هوکړې] ته نېږدې يو.» نوموړي زياته کړې چې په شدت سره په دې تړاو کار روان دی.

کيربي تر دې مخه وويل چې په خبرو اترو کې د ښځو، ماشومانو او امريکايي اتباعو آزادول لومړيتوب لري.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن، هم ويلي دی چې يوه هوکړه نېږدې ده.

د اسرائيل حکومت تر اوسه د احتمالي اوربند په تړاو د حماس پر تازه اعلاميه تبصره نه ده کړې.

د حماس ډله د يو شمیر هېوادونو له خوا چې امريکا متحده ایالات، اسرائيل، آلمان او همدا راز اروپايي اتحاديه پکې شامله ده، د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د حماس له مشر سره د «بشري مسایلو« په اړه خبرې اترې

د سره صليب نړیوالې کميټې (ICRC) د دوشنبې په ورځ وويل چې د دغه کمېټې مشرې په قطر کې د حماس ترهګرې ډلې له مشر سره د بشري مسايلو په تړاو خبرې اترې کړي دي.  

د سره صليب مشرې ميريانا سپولجاريک، لومړی د حماس له مشر اسماعيل هنيه، او بيا په جلا ډول له قطري چارواکو سره ليدلي چې په دې شخړه کې د منځګړي رول لوبوي.

دا ليده کاته په شخړه کې د ښکیلو ټولو اړخونو سره د هغو بحثونو يوه برخه ده د نړيوالو بشري قوانينو احترام ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کیږي.

د دې کمیټې له خوا زياته شوې ده چې د یرغمل شويو د خلاصون په تړاو ترسره کیدونکو مذاکراتو کې شريکه نه ده.

رپوټ: په غزه کې تر لسو زرو ډېر اسرائيلي عسکر

داسرائيل د «هاريڅ» ورځپاڼې د دغه هېواد د پوځ له قوله ويلي دي چې دمګړۍ په غزه تراړه کې د ځمکنيو تهاجمي عملياتو د برخې په توګه  تر لسو زرو ډېر اسرائيلي عسکر مستقر دي.

د ورځپاڼې په حواله زياتره دا عسکر غزې ښار ته څېرمه په زيتون او جباليه سيمو کې مستقر دي.

ورځپاڼې زياته کړې ده چې د اکتوبر په وروستيو ورځو کې په پېل شويو دې عملیاتو کې تر اوسه يو شمیر اسرائيل عسکر د خپل پوځ په ډزو وژل شوي دي.

پوځ ويلي دي چې دا پېښې ارزول کیږي څو ترې د راتلونکي له پاره زده کړه وشي.

د اسرائيل رسنيو د دې عملياتو له پېل راهېسې تر اوسه د وژل شويو اسرائيلي عسکرو شمیر ۶۶ ښوولی دی.

زموږ له آرشيف څخه: