1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري: افغان پوليس په درنو وسلو سمبال سوي

۱۳۹۰ خرداد ۱۶, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليت د پرغاړه اخستلو پروسې دمخه ځواکونه يې په درنو وسلو سمبال سوي.

https://p.dw.com/p/11Uy3
افغان پوليس
افغان پوليسانځور: AP

د کورنيو چارو وزارت نطاق په کابل کي د يوي خبري ناستي پر مهال وويل چي ځواکونه يې د هغو سيمو د امنيت اخيستلو ته پوره چمتو والی لري په دې نژدې راتلونکي کښي به ور وسپارل سي.

د مهال ويش له مخه به د چنګاښ د مياشتي په لومړيو کي د يو شمير ښارونو لکه لښکرګاه، مزار شريف، هرات، باميان او ځينو ولسواليو امنيتي چاري د بهرنيو ځواکونو څخه افغان عسکرو ته وسپارل سي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري ډاډه دی چي پوليس سرتيري د يادو ښارونو او ولسواليو امنيت ساتلو له پاره پوره تابيا لري او لا وختي په درنو وسلو سمبال سوي دي.

هغه وويل، چي د دولت ضد وسله والو بريدونه نسي کولای چي د امنيت د ليږد بهير ګډوډ کړي.

« هغه پيښي چي د انتقال د پروسې دمخه رامنځ ته کيږي د دغه بهير مخه نه سي نيولای، موږ د داسي بريدونو وړاندوينه کړې ول، دولت ضد وسله وال هڅه کوي چي په هغو سيمو کي چي چاري به يي افغان سرتيري پر غاړه اخلي حکومت ضعيف وښيي خو دغه کار ته به يي پرينږدو».

نړيوال متحدين اوس د کابل پرحکومت فشار اچوي چي بايد د خپل ملک ډير مسووليتونه په خپله غاړه واخلي.

خو دا چي افغان ځواکونه تراوسه هوايي ځواک او ځمکنۍ درنې وسلې نه لري دا به ګرانه وي چي د بهرنيو سرتيرو تر وتلو وروسته د هغوی تشه ډکه کړي.

ډيری افغانان او بهرني متحدين په دې اند دي چي په افغانستان کي د لس کلني جګړې دوام اوسنۍ ستونزي ته حل لاره نه سي ټاکلای.

د هري ورځي په تيريدو دافغانستان له ګوډ ګوډ څخه د بهرنيو او کورنيو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبرونه تر لاسه کيږي. دغه غميزه نه افغانانو نه غربي ولسونو او نه هم د هغوی حکومتونو ته د زغم او منلو وړ ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل