1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترکیه باید د روسیې پر وړاندې د لویدیځ بندیزونه عملي کړي»

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

روسیې ته د ترکیې نزدې کیدو اروپايي اتحادیه انديښمنه کړې ده. دغه اتحادیه له ترکیې غواړي چې له روسیې سره دې خپلو تجارتي اړیکو ته تغيیر ورکړي او د مسکو پر وړاندې پر اوکراین د برید له امله د لویدیځ له بندیزونو سره یوځای شي.

https://p.dw.com/p/4KnUq
Deutschland | Lateinamerika-Konferenz im Auswaertigen Amt in Berlin | Josep Borrell
انځور: Florian Gärtner/imago images/photothek

د اروپا اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل، د دغې اتحادیې په عنوان لیک کې لیکلي دي: «د روسیې پر وړاندې د اروپا له محدودوونکو اقداماتو سره د نه یوځای کیدو په برخه کې د ترکیې د سیاست دوام د اندېښنې وړ دی.»

جوزپ بورل په خپل دې لیک کې چې د فونکه رسنیزې ډلې نقل کړی دی، د ترکیې او روسیې د اقتصادي اړیکو عمق یا ژوروالی په شدید ډول د اندېښنې وړ بللی دی. بورل ویلي دي چې اروپايي اتحادیي په وار وار په دې اړه خپلې اندېښنې له ترکیې سره شریکې کړي دي او دغه موضوع یې په هره کچه مطرح کړې ده.

د روسیې او اوکراین د غله جاتو تړون ۱۲۰ ورځي اوږد سو

ترکیې د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې روسیې ته خپل صادرات زیات کړي دي او همدارنګه په مخ پر ډیریدونکي ډول د روسیې نفت خریداري کوي.

بورل یادونه کړې ده چې اروپايي اتحادیه او ترکیه یوه ګمرکي اتحادیه تشکیلوي چې په هغې سره به د ملکي او نظامي مقاصدو له پاره د کاریدونکو توکو لیږد را لیږد ممکن وګرځي.

جوزف بورل اروپايي اتحادیي ته د کاندید په توګه د ترکیې پر وضعیت ټینګار کولو سره، خبرداری ورکړ چې ترکیه نباید روسیې ته کومه حل لاره وړاندې کړي. هغه زیاته کړې ده چې «په اروپایې اتحادیه کې د غړیتوب له پاره له ټولو نوماندو هیوادونو د هغو له ډلې څخه له ترکیې تمه کیږي چې په دې برخه کې تصویب شوو اقداماتو ته ژمن پاتې شي.»

اردوغان به د روسیې او اوکراين په کړکېچ کې منځګړيتوب وکړای شي؟

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال په اګست میاشت کې پر لا زیاتو نږدې اقتصادي همکاریو موافقې ته ورسیدل. لویدیځ شرکتونه هم په ظاهره کې هڅه کوي چې د لویدیځ د بندیزونو څخه د بچ پاتې کیدو په خاطر خپل محصولات د ترکیې له لارې روسیې ته انتقال او هلته یي وپلوري. له همدې امله امریکا متحده ایالاتو ترکیه په «دویمه درجه بندیزونو» ګواښلې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص