1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: مهاجرو له پاره د تاديې نوی کارت څنګه کار کوي؟

۱۴۰۳ فروردین ۱۹, یکشنبه

د آلمان ائتلافي ګوندونو پارلماني فراکسيونونه هم له اونیو بحثونو وروسته، د مهاجرو د تادېې کارت د نوي سیستم پر ېوې قانوني مسودې توافق ته ورسېدل. د آلمان فدرالي حکومت او ایالتي حکومتونو تر دې مخکې په دې هکله توافق کړی وو.

https://p.dw.com/p/4eVna
په پام کې ده چې د کارټونو ویش په اوړي کې پیل شي
په پام کې ده چې د کارټونو ویش په اوړي کې پیل شيانځور: Bodo Schackow/dpa/picture alliance

په راتلونکې کې به مهاجر د خپلو پيسو یوه برخه د کریدیت یا اعتبار کارټ په شکل ترلاسه کوي. د آلمان فدرالي حکومت او ایالتي حکومتونو تر دې مخکې د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې په دې هکله توافق کړی وو او اوس پارلماني فراکسیونونه چې د آلمان په ائتلافي حکومت کې شريک دي هم تر اوونيو بحثونو او مذاکرو وروسته، پرې توافق ته رسيدلي دي.

د درو ائتلافي ګوندونو هر يو سوسیال دموکراټ، زرغون او آزاد دموکراټان چې د آلمان ائتلافي حکومت ېې تشکیل کړی، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په دې هکله به د ایالتي حکومتونو غوښتنې عملي شي.

د تاديې کارت څنګه کار کوي؟

د نوې طرحې پر اساس، په پام کې ده مهاجر به له دغه کارت څخه هغوي پورې اړوند مالي امکانات د نغدو پیسو په توګه نه، بلکې د کریدت په توګه ترلاسه کوي. په دې اساس، مهاجر به د سوداو په رانيولو کې د تاديې له همدغه نوي کارت څخه د عادي کارټونو په څېر استفاده کوي. د تعریف شوي قانوني چوکاټ او د آلمان د ايالتونو د توافق له مخې، له دغو کارټونو څخه به د پیسو ليږد امکان ونلري.

دا چې له دغو کارټونو څخه په یو ټاکلي وخت کې د څومره نغدي پيسو د راوښکلو اجازه شته، د ځايي او ایالتي ادارو تصمیم پورې تړاو لري. د ځينو ضروري مواردو له پاره د یو مقدار نغدو پیسو د تضمین خبره شوې ده.

د زرغون ګوند د پارلماني ډلې مرستيال په دې هکله وويل: «باید ډاډ ترلاسه شي چې په سیمه کې د تاديې کارټ په معرفي کولو سره، د زده کونکو له پاره روزنیزو ځایونو ته د تلو له پاره د بسونو د ټکټ پېسې، د برق یا انترنیت مصرف، د دې ټولو له پاره د یوه اندازه جیب خرڅ تضمين شي.»

دغه کارټونه څه سهولتونه لري؟

د آلمان حکومت هيله مند دی چې دغه اقدام، اداری مصارف راکم کړي. له دغه کارټه محدوده استفاده هم په دې خاطر منل شوې، تر څو د دې ډاډ حاصل شي چې د کارټونو خاوندان د هغو له پیسو څخه د خپل ځان له پاره استفاده کوي او پیسې مبدا هېواد ته نه استوي او یا ېې انساني قاچاقچیانو ته په پولی شکل نه انتقالوي. د آلمان حکومت همدارنګه تمه لري چې په دې کار سره به آلمان د مهاجرو د یو ښه مقصد ځای په توګه نور لږ جذابیت ولري.

د تاديې کارټونه باید له کوم ځایه ترلاسه شي؟

مخکې د آلمان په څو سيمو، لکه د تورنګین ایالت په ګرایتس او ایشفلد کې د دغې طرحې نمونه ېې پروژې پيل شوي دي. د تاديې کارټ په هنوفر کې هم له ېوې مودې راهیسې موجود دی او له فبروري میاشت راهيسې په هامبورګ کې هم د لاسرسي وړ دی. بایرن ایالت په مارچ میاشت کې په څلورو سیمو، فورستن فلدبروک، ګونتس بروګ، تبراوشتاین او شتراوبینګ کې د تادېې کارټونو نمونه ېې مرحلې پیل کړي دي.

دغه کارټونه په متفاوتو شکلونو ډيزاین شوي چې تر اوسه ېې متفاوتي پایلي هم درلودلي دي. دولتي ادارې او بنسټونو ېې له اجرا څخه راضي دي، خو بشري سازمانونو پرې نېوکې کړې او دا چې دې سره مهاجر له محدودیتونو سره مخ کیږي، ناخوښه دي.

ایالټونه څه وخت دغه کارټونه ویشي؟

اوسمهال د آلمان ۱۴ فدرالي ایالتونو په دې هکله پر یو ګډ تدارکاتي طرزالعمل توافق کړی. په پام کې ده چې د کارټونو ویش په اوړي کې پیل شي. مکلنبورګ- فورپومرن او بایرن ایالتونه په پام کې لري په دې تړاو خپله لار تعقیب کړي.

د تاديې نوو کارټونو باندې نيوکې

د چارو ځينې کارپوهان مهاجرو ته د نغدو پیسو پر ځای د تاديې کارټ پر سیستم نیوکه کوي. دوی وايي په دې کار سره په مغازو کې مشخصه کيږي چې څوک مهاجر دی او دا یو ډول «تبعیض» دی. د هغوی په عقيده، دغه طرزالعمل همدارنګه پر افرادو د بې باوريتوب ښکارندويي کوي چې د ترلاسه شوو پيسو په مصرف کې خپل مسئولیتونه درست نه ادا کوي.

يو شمېر بيا پر دې هم شک کوي، چې دغه کارټونه دې آلمان ته د مهاجرو د داخلېدو مانع وګرځي. د ځينو منتقدينو په خبره، ارزونو ښوولې ده چې ټولنیزې مالي مزایاوې د مهاجرت کولو له پاره يو ټاکونکی جذاب عامل نه دی.

په نهایت کې په پام کې ده د تاديې کارټ د مهاجرو د مالي مرستو له پاره په اړوندو قوانینو کې درج شي، خو تصمیم نیول ېې د فدرالي ایالتونو کار دی چې آیا هغه معرفي کړي او که نه او همدارنګه د استفادې بڼه ېې څه ډول وي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه (14.03.2018):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل