1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: خلیلزاد د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

۱۳۹۹ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د مسکو په غونډه کې د ګډون پلان لري. افغان حکومت او طالبان هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/3qg2D
Kabul Afghanistan politische Debatte TV
انځور: Getty Images/W. Kohsar

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې له خوا مسکو ته د خلیلزاد د استولو پریکړه دا څرګندوي چې متحده ایالات او روسیه چې د یوه احتمالي انتقالي حکومت د جوړیدو پلوي کوي پر نورو موضوعاتو پر ژور اختلاف سربیره ښایي د افغانستان د شخړې د ختمولو په برخه کې همکاري وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جالینا پورتر، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې د مسکو کنفرانس به «د ټولو هغو هڅو بشپړونکی وي چې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او تر دې مهاله د پرمختګ په هکله د نړیوالې ټولنې اندیښنې هم منعکسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او د افغانستان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون تائید کړی دی. د مسکو غونډې ته چین او پاکستان هم وربلل شوي دي. د مسکو غونډه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د بنبست د ماتولو په هدف د نړیوالو غونډو له جملې څخه شمیرل کیږي.

بل لوري ته د تیر۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په میاشت کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو ټاکل شوې نېټه هم په رانیږدې کیدو ده. د تړون له مخې امریکا ژمنه ده چې د مې میاشتې له لومړۍ نیټې مخکې به پاتې ځواکونه افغانستان ترک کوي او په بدل کې یې طالبانو هم ځینې ژمنې کړې وې، داسې ژمنې چې دواړه لوري یې په یو بل د نه عملي کولو تورونه پورې کوي.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

امریکا متحده ایالاتو په همدې روانه میاشت کې د افغانستان د سولې د بنبست ماتولو په خاطر د سولې یوه طرحه هم د افغانستان د حکومت مشرانو ته سپارلې وه داسې طرحه چې پکې د انتقالي حکومت د جوړیدو وړاندیز شوی وو. د دغه لیک پر اساس، په نوي جوړیدونکي حکومت کې به طالبان او حکومت غړي ور معرفي کوي او سربیره پر دې به په ټول هیواد کې اوربند تامینږي.

د دغې طرحې له مخې، په افغانستان کې به د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې د نوي اساسي قانون تر جوړیدو وروسته ترسره شي. یاده طرحه د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد افغان حکومتي مشرانو ته سپارلی وو او تر هغه وروسته یې د یادې طرحې پر سر د خبرو له پاره د سیمې په سفرونو پیل کړی.

خلیلزاد تر دغو سفرونو وروسته بیرته کابل ته رسیدلی او له افغان چارواکو سره یې هم ملاقاتونه کړي دي.

دا هم په داسې حال کې ده چې روسیې هم د افغانستان د سولې د توافق له پاره په افغانستان کې د یوه لنډمهالي حکومت پلوي کړې ده. ولسمشر غني بیا دغه نظریه رد کړې او ویلي یې دي چې واک به یوازې د انتخاباتو له لارې بل ولسمشر ته سپاري.

طالبانو بیا تر اوسه پورې په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کیدو او اوربند سره مخالفت کړی دی.