1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ د پیسو اخیستو ویډیو او پر وړاندې یې غبرګونونه

۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف (واکمن ګوند) د غړو پر ضد د سنا له انتخاباتو دمخه د رای د پلورلو او رشوت اخیستو د تورونو په هکله به آزادې څیړنې وشي.

https://p.dw.com/p/3pDP2
Pakistan - Imran Khan übernimmt Regierung
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com/PPI

یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، پکې لیدل کیږي چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځیني ایالتي پارلماني غړي د لوټونو بنډلونه ترلاسه کوي. ویل کیږي چې دغه ویډیو د ۲۰۱۸م کال کې د سنا د انتخاباتو دمخه ده.

په دغو ټاکنو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ځینو غړو ظاهرا د میلیونونو کلدارو په مقابل کې د خپل ګوند پر ځای د بل ګوند غړي د خپلو رای په ورکولو سره سنا ته بریالي کړي ول.

د پيښور مېشته خبریال لحاظ علي، په وینا په دغو ټاکنو کې د پاکستان پیپلز ګوند، سره د ایالتي پارلماني غړو اړین شمیر پوره نه وو. خو پر دې سربیره هم د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف زرداري په حیرانوونکي ډول په دې توانیدلی وو چې له دغه ایالته خپل دوه سناتوران بریالي کړي. په دغو کسانو کې بهرام خان ترکی او روبینه خالد شامل وو.

په دغو ویډیو کې د هغه وخت د پيپلز ګوند ایالتي پارلماني مشر محمد علي باچا لیدل کیږي چې د سلونو زرو روپیو بنډلونه یې په لاس کې دي او د ایالتي پارلمان پر غړو یې ویشي.

د پي ټي آی غړي لیدل کیږي چې دغه پيسې په بیکونو کې اچوي. په دغو کسانو کې د خیبر پښتونخوا ایالت د عدلیې اوسنی وزیر سلطان محمد خان چې اوس یې استعفی کړي، سردار ادریس، معراج همایون، دینا ناز او عبیدالله مایار شامل دي.۔

عامه محضر ته د دغه افتضاح د راوتو وروسته د پي ټي آی پر ګوند سختې نیوکې کیږي. د انتقاد کوونکو په وینا له دې دا په اثبات رسیږي چې پر ټولو د فساد تور پورې کوونکي لومړي وزیر عمران خان، په خپل ګوند کې رشوت اخیستل څومره عام وو.

د عمران خان غبرګون

د ۲۰۱۸م کال کې د سنا په ټاکنو کې د پي ټي آی پر یو شمیر غړو باندې تور وو چې خپلې رای یې پر پيپلز ګوند باندې پلورلې ده. عمران خان هغه مهال او اوس هم د دې پر وړاندې سخت غبرګون ښوولی.

هغه د ټویټر په یوه پيغام کې د رایو پلورل «شرموونکې» بللي او د دې له پاره یې پخواني سیاستوال ګرم ګڼلي. د هغه په خبره «پخوانیو سیاستوالو په سیاست کې د پیسو په رواجولو سره د ولس اخلاق تباه کړل، خپله یې پیسې وګټلې او ولس یې په قرضونو کې ډوب کړ.»

د ایالتي پارلمان غړي دغه تورونه نه مني

په ویډیو کې ښکاره کیدونکو زیاترو کسانو د پیسو په مقابل کې د سنا په ټاکنو کې د خپلو رایو د پلورلو تور نه مني. هغوی وایي چې دا پیسې ورته د نورو کارونو د ترسره کیدو له پاره ورکړل شوې او په دغه ویډیو کې لاسوهنه شوې او بیا خپره شوې ده.

دا هم ولولئ: پنجاب کي د ماشومانو لوڅ فلمونه جوړونکي ونيول شول

د دغه ویډیو تر خپریدو وروسته د خیبر پښتونخوا د عدلیې ایالتي وزیر سلطان محمد خان له خپلې دندې استعفا کړې.

یو بل کس چې په دغه ویډیو کې لیدل کیږي د خیبر پښتونخوا د ایالتي پارلمان غړی عبیدالله مایار دی. د هغه په خبره دغه پیسې د پراختیایي کارونو له پاره ویشل کیدې او د هغه وخت ایالتي لومړی وزیر پرویز خټک او د ولسي جرګې اوسنی مشر اسد قیصر له دغو معاملو پوره خبر دي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند کامران بنګښ، دغه ډول څرګندونې «د خندا وړ» بللي او هغه یې رد کړي دي. د هغه په خبره د دغه قضیې تحیقیقات به د یوه خپلواکه کمیسیون له خوا تر سره شي.