1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې په تړاو ليک ته د عمران خان تند غبرګون

۱۴۰۰ اسفند ۱۶, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د لوېدیځ استازو پر څرګندونو چې ويلي یې ول پاکستان پر اوکراین د بريد له کبله بايد روسیه وغندي، سخت غبرګون ښوولی دی او ويلي یې دي چې دوی د چا «غلامان» نه دي.

https://p.dw.com/p/486yB
Pakistan | Premierminister | Imran Khan
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسلام آباد کې د ۲۲ ديپلوتيکو استازوليو مشرانو چې د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه هم پکې شامل ول، د يوه ګډ ليک په استولو سره ويلي ول چې پاکستان بايد د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې پر اوکراين د بريد له کبله د روسیې غندنې د پريکړه ليک ملاتړ وکړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د يکشنبې په ورځ يوې سياسي غونډې ته د وینا په ترڅ کې د غربي ديپلوماتانو پر دې غوښتنه غبرګون وښود.

هغه وويل: «تاسې [لويديځوال] زموږ په اړه څه فکر کوئ؟ آیا موږ ستاسې غلامان يو ... چې هر څه واياست موږ به یې کوو؟»

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې پاکستان چې د لوېدیځ يو دودیز متحد دی، پر اوکراين د بريد د غندنې په موخه د وړاندې شوي پریکړه ليک د تصويبولو له پاره په ترسره شوې رایه اچونه کې برخه وانخيستله.

عمران خان دې ته په اشارې سره چې هند هم په دغه رايه اچونې کې ممتنع رايه کارولې وه، وويل: «زه غواړم د اروپایي ټولنې له استازو وپوښتم: آیا تاسې هند ته هم داسې کوم خط ليکلی دی.»

Russland Imran Khan in Moskau | Putin
عمران خان پر اوکراين د بريد څو ساعته وروسته په مسکو کې له ولسمشر ولاديمپر پوتين سره ولیدلانځور: Mikhail Klimentyev/Sputnik/Getty Images/AFP

عمران خان زياته کړې چې اروپايي هيوادونو هند هيڅکله په کشمير کې د کړنو له کبله نه دی محکوم کړی. هغه وويل چې پاکستان په افغانستان کې د ناټو د ملاتړ له کبله سخت زجر ليدلی دی، خو د دې پر ځای چې ستاینه ترې وشي تل له نیوکو سره مخامخ شوی دی.

عمران خان او د پاکستان حکومت ته هغه وخت د ټولې نړۍ پام واوښت کله چې نوموړي د فيبرورۍ میاشتې په وروستيو ورځو کې په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسیې د یرغل په اړه اندېښنې مخ پر زياتيدو وې، روسیې ته سفر وکړ. نوموړي هلته د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتین سره هغه وخت خبرې وکړې چې هغه تر دې ملاقات څو ساعته تر مخه پر اوکراين د بريد امر کړی وو.

د پاکستان لومړی وزیر له پوتین سره ملاقات کوي

عمران خان د دې په اضافه کولو سره چې پاکستان به «بې پرې» پاتې شي او له هغه اړخ سره به همکاري وکړي چې په اوکراين کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره هلې ځلې کوي، وويل: «موږ د روسیې دوستان يوو او موږ له امريکا سره هم دوستي لرو؛ موږ د چين او اروپا ملګري هم يو؛ موږ په يوه اړخ پورې هم اړه نه لرو.»

د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي ول چې د استازو له پاره دا «معمولي ديپلوماتيک عمل نه دی» چې داسې يوه غوښتنه عمومي کړي او «موږ دا څه روښانه کړل.»

ب. ص/ ن . ز (Reuters)