1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر واکمنی لاندې د رسنیو پر وضعیت تازه اندېښنې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

د خبریالانو نړېوال فدراسیون وايي افغانستان کې د خبریالانو د توقیفولو سربیره رسنیزې سرغړونې ډېره شوې. دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې د رسنیو د څو تنو کارکوونکو نېولو، سزا ورکولو او زنداني کولو ته اشاره کړې.

https://p.dw.com/p/4aFLu
افغانستان د رسنیو او خبریالانو پروړاندې د سخت چلند رپوټونه ورکول کیږي
افغانستان د رسنیو او خبریالانو پروړاندې د سخت چلند رپوټونه ورکول کیږيانځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د خبریالانو نړېوال فدراسیون یوه اعلامیه وايي، چې نړېواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې افغانستان کې پررسنیود زور زیاتي او وینا آزادي ځپلو څخه لاس واخلي.

فدراسیون پر خپله اکس پاڼه خپره کړې دې اعلامیه کې زیاته کړې: «که چېرې طالبانو ته ددې کړنې د دوام اجازه ورکړل شي، نو رسنۍ به اړې شي چې  رپوټ ورکول په بشپړ ډول ودروي، چې دا بیا په افغانستان کې د بیان آزادۍ ارزښت ته سخت زیان رسوي.»

دغه فدراسیون په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د رسنیو د څو تنو کارکوونکو نېولو، سزا ورکولو او زنداني کولو ته اشاره کړې.

د طالبانو استخباراتو د ډسمبر په ۴مه په کابل کې د عبدالرحیم محمدي په نوم یو خبریال ونېوه او تردې پېښې شپږ ورځې وروسته د ډسمبر په ۱۰مه په دایکنډي ولایت کې د طالبانو د نېلې یوې محکمې د نسیم په نوم د یوې راډیو مدیر سلطان علي جوادي په لس کاله بند محکوم کړ.

عبدالرحیم محمدي په کابل کې د یوه ځايي ټلویزوني چینل سربیره ځینو نړېوالو رسنیو ته هم کار کاوه. طالبانو د هغه د نېولو دلیل نه دی روښانه کړی، خو په دایکنډي کې د نسیم راډیو مدیر سلطان علي جوادي یې د دوی په ټکو «اسلامي امارت پرضد د پروپاګنډ او بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور» په لس کاله بند محکوم کړی دی.

د خبریالان نېول کېدل او د رسنیو پروړاندې سخت چلند دوه جدي اندېښنې بلل شوي
د خبریالان نېول کېدل او د رسنیو پروړاندې سخت چلند دوه جدي اندېښنې بلل شويانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

هڅه مو وکړه چې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت د تازه اندېښنو په اړه د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلو، خو نوموړي ددغه رپوټ د لېکلو تر مهاله زمونږ پوښتنه نه ده ځواب کړې.

د خبریالانو نړېوال فدراسیون او اړوندو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې د رسنیو پروړاندې له سخت چلنده لاس واخلي او ټول رسنیز کارکوونکي دې له قید و شرط پرته له زندانونو خوشې کړي.

 د خبریالانو نړېوال فدراسیون د افغانستان دخبریالانود خپلواکې اتحادیې له قوله ویلي چې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون پریکړو او اقداماتو نه کول اندېښمنونکی دی.

ددغه بنسټ پروینا د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو کمېسیون یواځنی بنسټ دی چې د رسنیو او خبریالانو حقونو او له هغو څخه سرغړونو ته رسېدنه کوي.