1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو کمیسار: افغانستان کې د ښځو سرکوب بې ساري دی

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمیسار فولکر ترک، په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو تر فشار لاندې راوستل او ځپل غندلي دي.

https://p.dw.com/p/4KlV6
Schweiz Genf | Amtsantritt Volker Türk, UN-Hochkommissar für Menschenrechte
انځور: Salvatore Di Nolfi/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسار د جمعې (د دسمبر میاشتې ۹ نیټه) په ورځ په ژنیف کې وویل چې نږدې د ژوند له ټولو برخو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو روانه حذفوَنه بې ساري ده. د هغه په خبره بنسټ پاله اسلامي طالبانو له دې هیواد څخه هغه ونډې (خدمات) لوټلې دي چې ښځو او نجونو وړاندې کولی شوای.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمیسار فولکر ترک، د طالبانو له خوا بدني یا فزیکي مجازات او د اعدام سزا غندلې ده. نوموړي په دُرو د وهلو او اعدام وروستیو پيښو ته اشاره وکړه چې په علني ډول ترسره شول، کوم چې په خبره یې په ښکاره ډول بشري حقونو ته د درناوي پرځای د افغانستان له نړیوالو ژمنو څخه سرغړونه ده.

ترک په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې په راتلونکي کې دې د اعدام سزا او د اعدامونو عملي کیدلو د لغوه کولو له پاره عاجل اقدامات پورته کړي.

قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل

د هغه په خبره افراطي طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک په خپل لاس کې ونیوه. په کابل کې د دوی حکومت تر اوسه پورې په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

ترک دغه څرګندونې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي چې د دسمبر له ۱۰ نیټې سره سمون خوري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص