1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په ۶۰۰ میلیارده پانګونې سره د چین له نفوذ سره مقابله

۱۴۰۱ تیر ۶, دوشنبه

د جي ۷ په سرمشریزه کې لږ عاید لرونکو هیوادونو ته د «چاپيریال دوسته زیر بناء» جوړونې په موخه د ۶۰۰ میلیارده ډالره بودیجې د ورکړې ژمنه وشوه. دا د چین د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ د مخنیوي هڅه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/4DIPC
Deutschland I G7-Gipfel auf Schloss Elmau in Garmisch-Partenkirchen
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د نړۍ د شتمنو هیوادونو «جې ۷» ډلې د مشرانو غونډه د یکشنبې په ورځ د آلمان په بایرن ایالت کې پیل شوه.  د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ په کوربه توب د دغې سرمشریزې پیل، په مخ پر ودې هیوادونو کې د اقلیمي تغیراتو له ناوړه اغیزو سره د مقابلې په خاطر د ۶۰۰ میلیارده ډالره زیربنایي بودیجې له اعلان سره وشو.

دې اقدام ته د لویدیځو هیوادونو له خوا په چین کې د یوه کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) پروژې ته د ځواب په سترګه کتل کیږي.

دا خیرات نه دی

د امریکا ولسمشر جو بایدن په دې هکله وویل: «غواړم دا واضح کړم چې دا کومه مرسته یا خیرات نه دی. دا یوه پانګونه ده چې هر چاته به یي ګټه رسیږي. په دې کې د امریکا ولس او د نړۍ د نورو هیوادونو خلک هم شامل دي. له دې سره به زموږ اقتصادونه وده وکړي.»

د نوي بودیجې هدف څه دی؟

د جي ۷ د دې نوې بودیجې سره به د چاپیریال ساتنې پر پروګرامونو سربیره پر نورو پروژو هم توجه متمرکزه کړای شي. په دې کې به د لمریزې برېښنا په مرسته پر کرني ۲ میلیارده ډالره، ۳۲۰ میلیونه ډالره به په عاج ساحل کې د یوه روغتون پر ودانولو او ۴۰ میلیونه ډالره به په سویل ختیځه آسیا کې سیمه ایزې سوداګرۍ ته د ودې ورکولو په خاطر ولګول شي.

Symbolbild | Deutschland | G7 Gipfel
انځور: Ole Spata/dpa/picture alliance

د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین وویل چې د جې۷ دغه وړاندیز د یوه معیاري او پایداره زیر بناء د جوړولو په خاطر دی.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ وویل چې د نوو پروژو له پاره بودیجه به د بلاعوض مرستو، فدرال بودیجې او د خصوصي بخش له پانګونې څخه په استفادې را ټول کړای شي.

پر بیجینګ تورونه

د یادونې وړ ده چې د «یوه کمربند او یوې لارې نوښت» د چین ولسمشر شي جن پنګ په ۲۰۱۳م کال کې پيل کړی وو. په دې کې تر ۱۰۰ ډیرو هیوادونو کې د پرمختګ او پانګونې اقدامات د هغو له ډلې څخه د اورګاډي د لیکو، بندرونو او لویو لارو جوړولو ترڅنګ ډیر شمیر نورې پروژې شاملې دي.

خو پر بیجینګ دا تور لګول کیږي چې د خپل «یوه کمربند او یوې لارې نوښت» یا  BRI څو میلیارد ډالري پروژو د پرمخ وړلو له پاره، مخ پر ودې هیوادونه تر هغې اندازې د پورونو په جال کې بندوي چې د ادا کولو توان یي ونه لري.

د چین دې اقدام ته په افریقا، آسیا او تر اروپا پورې خپل سوداګریز توان ته د پراختیا ورکولو د هڅې په سترګه کتل کیږي.

G7 Gipfeltreffen Schloss Elmau | Joe Biden und Olaf Scholz
شولڅ او بایډن د جي ۷ غونډې په څنډه کې سره ولیدلانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د بایدن او شولڅ ترمنځ خبرې

د لومړۍ ورځې تر غونډې وروسته د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ له رسنیو سره په خبرو کې د اوکراین د شخړې له امله نړیوالو ته د متوجه ننګونو په پام کې نیولو سره له دغې سرمشریزې څخه د مثبتو پایلو هیله را څرګنده کړې ده.

نوموړي وویل: «د موجوده جغرافیوي او سیاسي وضعیت له امله نړیوال زیر بناء ته د ودې ورکولو په برخه کې زموږ کوښښونه هم اغیزمن شوي دي. د همدې له پاره موږ د چاپیریال د بهترولو په خاطر د کاربن په شمول د ګازاتو د اخراج کمولو پر موضوعاتو بحث وشو چې له امله یي د روسیې له خوا له انرژۍ څخه د وسلې په توګه کار اخیستنې اقداماتو ته، لږ تر لږه په موقتي ډول ځواب ورکولو کې مرسته ترلاسه کیدلی شي.»

شولڅ او بایډن ګډه ناسته وکړه. په دې ناسته کې د امریکا ولسمشر د آلمان د صدراعظم له خوا د دغه هیواد په دفاعي بودیجه کې د ۱۰۰ میلیارده ډالره زیاتولو د پریکړې ستاینه وکړه. بایډن وویل چې آلمان د واشنګټن یو له مهمو متحدینو څخه دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز