1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان؛ د شکمنو انساناني قاچاقچیانو پر ضد چاپې

۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د المان په ختیځ کې شاوخوا ۴۰۰ پولیسو د مشکوکو انساني قاچاقبرانو پر ضد عملیاتو کې برخه کې اخېستې وه.

https://p.dw.com/p/4OicL
Deutschland Berlin | Razzia gegen Schleuserbande
انځور: Paul Zinkendpa/picture alliance

د المان پولیسو د چهارشنبې په سهار په پلازمینه برلین او د المان په ختیځ کې پروت هاله ښار کې د شکمنو انساني قاچاقبرانو پر ضد پراخ عملیات تر سره کړل. د قاچاقبرانو پر دغه ډله تور دی چې ترکي او عراقي اتباع یې جرمني ته په قاچاقي ډول بیولي دي.

په دې اړه اړوند مطلب:تیر کال په یونان کې د انساني قاچاق په تور ۱۳۰۰ تنه نیول شوي

د پولیسو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ فدرالي او د برلین پولیس او همداشان د GSG9 ځانګړي ځواکونو هم په یادو عملیاتو کې برخه اخیستې وه. په برلین کې تر ۲۰ ډېر کورونه او دفترونه پلټل شوي دي. په یادو عملیاتو کې څلور تنه په برلین او یو په هاله کې نیول شوي دي. همداراز پولیسو ویلي دي چې له ۱۸ شکمنو کسانو پلټنې روانې دي.

قاچاقبرانو د بالکان لاره کاروله

د پولیسو په خبره غیرقانوني کډوال له استانبول څخه د الوتکې له لارې د بوسنیا هیزریګووینا پلازمینې سراییوو ته انتقال شوي ول. له هغه ځایه دوی په موټرو کې د بالکان له لارې جرمني لیږدول شوي دي. د پولیسو په حواله، په دې وروستیو کې ۹۰ تنه په دې لاره انتقال شوي دي.

dh/rc (dpa, AFP)

په بلغاريا کي د انساني قاچاقبرانو شبکه څرنگه فعاليت کوي؟