1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک جاپان ته ورسېده؛ پر کومو موضوعاتو خبرې کيږي؟

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

د آلمان خارجه وزيره انالېنا بېربوک د جي اووه غونډې له پاره جاپان ته رسېدلې ده. په جي اووه سازمان کې د نړۍ پياوړی اقتصاد لرونکي دموکراتيک هېوادونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/4Q9Kq
China Tianjin | Außenministerin Annalena Baerbock trifft für Antrittsbesuch in China ein
آرشیف انځورانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک به له يکشنبې ماښام څخه تر سه شنبې ورځې پورې په اوکراين کې د روسيې يرغل په هکله مشورې کوي او د چين د زياتېدونکو فشارونو په هکله به په يوه ګډ دريځ باندې هم خبرې وشي.

بیربوک: خلع سلاح او د تسلیحاتو کنټرول اوس تر بل هر وخت مهم دی

د ايران اتومي تګلاره ښايي د خبرو اترو يوه بله موضوع هم وي. په يوه جلا غونډه کې به د افغانستان ستونزې هم مطرح شي.

جاپان د آلمان د بهرنيو چارو د وزيرې د شپږ ورځني سفر دريم او وروستی تمځای دی. چين ته تر خپل لومړي او دوه ورځني سفر وروسته هغه د شنبې ورځې راهيسې په سويلي کوريا کې وه.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د جاپان له توکيو ښار څخه بېربوک غواړي چې د جي اووه له ملګرو وزيرانو سره يوځای ۱۷۵ کيلومتره لېرې تفريحي سيمې کارويزاوا ته يون وکړي.

تېر ماښام د تړلو دروازو په ماښامنۍ ډوډۍ کې د چين او شمالي کوريا تازه انکشافات مطرح شول. يوه ورځ ترمخه بېربوک سويلي کوريا ته تر رسېدو سملاسي وروسته د سويلي او شمالي کوريا ترمنځ پرتې د غير پوځي سيمې په هکله معلومات حاصل کړي ول. 

د دوشنبې په ورځ د جي اووه په خبرو اترو کې به ښايي په اوکراين کې د روسيې پر جګړې تمرکز وشي. بله موضوع د ايندو پاسيفيک يعنې د هندي اقيانوس او آرام سمندر په سيمه کې د وضعيت ارزونه ده.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

جاپان دا مهال د جي اووه رياست په غاړه لري چې د ايران موضوع يې هم په پلان کې نيولې ده. په ايران کې اتومي خبرې اترې د ډېر وخت راهيسې په ټپه ولاړې دي او د ايران حکومت د مظاهره چيانو په وړاندې په تاوتريخجنو اعمالو لاس پورې کړی دی. په يوه بله غونډه کې به د افغانستان وضعيت هم مطرح شي.

د سه شنبې ورځې له پاره د اقريقا، اتومي بې وسلې کولو او د اتومي وسلو د نه خپرېدو مسايل په پروګرام کې شامل دي. د جي اووه دغه اوسنۍ غونډه په می مياشت کې د جاپان په هيروشيما ښار کې د جي اووه سرمشریزې له پاره د چمتوالي يوه ناسته هم ده چې د آلمان لومړی وزير اولاف شولڅ به هم ورځي.

روسیې په آرام سمندر کې خپلې بیړۍ تیارسۍ حالت ته راوستلي دي

په جي اووه سازمان کې د آلمان تر څنګ فرانسه، ايټاليا، جاپان، کاناډا، د امريکا متحده آيالات او بريتانيا هم غړيتوب لري. په سويلي کوريا کې د خپل سفر په پای کې بېربوک د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه سېول کې د کوريا نيمه ټاپو له شمال څخه له راغلو کډولو سره هم ليدلي ول.

آ./ن.ص./ش.ن.