1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي

۱۴۰۱ اسفند ۱۱, پنجشنبه

د المان صدراعظم اولاف شولڅ پر اوکراین د روسیې د پوځي يرغل د کلیزې په مناسبت د خپل هیواد پارلمان (بونډسټاک) ته وینا وکړه. شولڅ له اوکراین څخه د المان د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ له چین څخه وغوښتل چې روسیې ته دې وسلې نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4OAis
Deutschland | Bundestag Bundeskanzler Scholz Regierungserklärung Zeitenwende
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د پنجشنبې په ورځ (مارچ میاشتې ۲) پر اوکراین د روسیې د پوځي تیري د کلیزې په مناسبت پارلمان ته په خپله وینا کې له اټومي وسلو څخه د نه استفاده کولو په اړه د چین اعلان یو مثبت ګام وباله او په عین وخت کې یي زیاته کړه: «خو دا کافي نه ده. تیری کوونکې روسیې ته وسلې مه ورکوئ».

شولڅ په بنګلور کې؛ د هندي کارپوهانو له پاره لږ خنډونه

د آلمان صدراعظم له چین څخه وغوښتل چې «پر مسکو له خپل نفوذ څخه په استفادې دې، له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د ایستلو په برخه کې له فشار څخه کار واخلي.»

مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چین روسیې ته په وسلو ورکولو تورن کړی و. خو د چین حکومت دغه تورونه رد کړل.

شولڅ د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې له اوکراین سره به د آلمان مالي مرستې دوام ولري. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي اونیو کې به د «ګپارد» نوي ټانکونه او د «آیرس ټي» هوایي دفاع سیستم اوکراین ته وسپارل شي.

د آلمان صدراعظم له اوکراین سره د وسلو د مرستې انتقاد کوونکو ته په خطاب کې وویل: «د جګړې ختمولو له پاره د اوکراین ملاتړ مهم دی. کله چې پر تندي وسله ایښودل شوې وې، بیا خبرواترو ته اړتیا نه وي، بې د تسلیمیدو په مورد کې.»

نوموړي همدارنګه د آلمان پوځ د وضعیت بهترولو په هکله هم خبرې وکړې. هغه وویل: «موږ پوځ ته د لږې پاملرنې وضعیت ته د پای ټکې ږدو.» د شولڅ په خبره د اف ۳۵ جنګي الوتکو خریداري پیل شوې ده او د پوځ تجهیزولو په برخه کې د اساسي مسیر د بدلولو په هکله یي د دفاع له وزیر سره خبرې کړي دي.»

د آلمان صدراعظم د خپلو خبرو په یوه برخه کې د روسیې له نفت او ګازو څخه د وابستګۍ ختمولو په هکله وویل «یو شمیر کسانو د [سخت ژمي] او د [عصباني خلکو ژمي] خبره کوله.» شولڅ زیاته کړه هیڅ یو له دغو وړاندوېنو پيښ نه شول او موږ ژمی بې د روسیې له ګازو څخه تر شا پریښود.

شولڅ: پوتين ما او یا آلمان ته ګواښ نه دی کړی

په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر فریدریش مرتس د صدراعظم د څرګندونو په ځواب کې وویل: «تاسې پر اوکراین د روسیې برید د [دوران تغیر] په توګه ارزولی دی. خو له هغې ورځې راهیسې تر نن پورې بله کومه پيښه نه ده رامنځته شوې. د امریکا د مرستې پرته به اوس اوکراین په بشپړ ډول د روسیې په اختیار کې وای. موږ باید په راتلونکو کلونو او لسیزو کې د اروپا امنیت تامين کړو. د دې موضوع له پاره باید تصمیم ونیسو، نه چې ویناوې وکړو.»

پر اوکراین د روسیې د نظامي برید له پیلیدو دری ورځې مخکې د المان صدراعظم پارلمان ته په خپله وینا کې د «دوران تغیر»، «د المان امنیت او بهرنی سیاست» او د الماني پوځ د تجهیزولو له پاره د «۱۰۰ میلیارده یورویي صندوق» د رامنځته کولو خبر ورکړی و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز