1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي محکمې لوی څارنوال: افغانې مېرمنې د پناه حق لري

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د عدل لپاره د اروپايي اتحاديې لوی څارنوال په دې نظر دی چې افغانې مېرمنې په خپل هيواد کې د دولتي تبعيض سره مخامخ او په دې توگه د خپل جنسيت پر اساس د محافظت مستحقې دي.

https://p.dw.com/p/4YeiM
Europäische Gerichtshof  (EuGH)
انځور: Horst Galuschka/dpa/picture alliance

په اروپايي اتحاديه کې تر ټولو عالې محکمه د عدل اروپايي محکمه ده. دغه محکمه د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ او د اتحاديې د نورو تړونونو د تعبير دنده په غاړه لري. اوس د دغې محکمې لوی څاروال، ژان ريچارد دې لا تور ويلي دي چې افغانې مېرمنې د خپل جنسيت پر اساس د محافظت مستحقې دي. د نوموړي لخوا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د نوامبر ۹نېټه) وړاندي شوو وروستي غوښتنليکونو کې ويل شوي دي چې افغانې مېرمنې بېله نورو شواهدو وړاندې کولو څخه د پناه تر لاسه کولو مستحقې دي. زياته شوې چې په افغانستان کې ژوند کوونکي مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې «د ډير جدي، سيستماتيک او دولتي تبعيض سره مخامخ دي

د ويانا اداري عالي محکمې د عدل لپاره له اروپايي محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې په دې موضوع کې ورته د قوانينو تعبير وړاندې کړي. عموما د اداري چارو عالي محکمه په لوکزامبورگ کې د مستقرې عدل د محکمې وروستي غوښتنليکونه په خپلو فيصلو کې عملي کوي.

د یادې محکمې د لوی څارنوال په وينا د هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې بيا پر واک راغلي دي، په دغه هيواد کې «د انجونو او مېرمنو وضعه په چټکۍ سره خرابه شوې ده، هغه هم په داسي اندازه چې څوک د هغوی (مېرمنو) له هويت څخه د انکار خبره کولای شي.» په وينا يې مېرمنې په افغانستان کې و تعليم، روغتيايي مراقبت، کار او روزگار، په عامه ژوند کې برخه اخيستنې او د آزاد حرکت اجازه نه لري. زياته شوې چې د يادو قيوداتو له کبله د مېرمنو اساسي حقونه نقض کيږي.

لوی څارنوال ويلي دي د اروپايي اتحاديې د قوانينو په رڼا کې د پناه غوښتنې چارواکي د هيڅ ممانعت سره نه دي مخامخ چې له افغانستان څخه مېرمنې او انجونې چې د پناه غوښتنه يې کړې وي، او د خپل جنسيت پر اساس يې د تعقيب دلايل لرونکې وېره موجوده وي، نو بېله دې چې د خپل شخصي وضعيت په هکله اضافي دلايل وړاندې کړي، قبولې کړي.

آ./ا.ا./ب.ص.