1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيرو او اکوادو کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبه

په سویلي امریکا کې د اکوادور او پیرو ترمنځ سرحدي سیمه کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ژغورنې کار دوام لري. مسئولو بنسټونو اعلان کړی دی چې د یوه سونامي رامنځته کیدو خطر موجود دی.

https://p.dw.com/p/4Otum
Ecuador I Erdbeeben
شدیدې زلزلې اکوادور او پیرو لړزولي ديانځور: Gleen Suarez/AFP/Getty Images

د سیمه ایز وخت مطابق د شنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۱۸ نیټه) تر غرمې وروسته د ریشتر په مقیاس ۶،۸ درجې شدیدې زلزلې په سویلي امریکا کې د پیرو شمال او د اکوادور جنوبي ساحلي سیمې ولړزولې.

ملګري ملتونه: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته لوړ شي

د دې زلزلې مرکز د اکوادور په سل کیلومترۍ کې د ګوایاکیل تر ټولو لوی بندري ښار ښودل شوی دی.

 د رپوټونو په حواله د زلزلې په پایله کې تر اوسه پورې ۱۵ تنو په اکوادور او یو تن په پیرو هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

زمونږ له یوټیوب سره یوځای شئ:

د اکوادور چارواکي وایي چې د دغه هیواد شاوخوا ۳۸۰ تنه ټپیان شوي او ډیر نور چې شمیر یې معلوم نه دی تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.

د پيرو هیواد لومړي وزیر ویلي دي چې په دې هیواد کې د زلزلې له کبله یوازې یوې ۴ کلنې ماشومې د کور چت د نړیدو له کبله خپل ژوند له لاسه وکری دی.

د زلزلې په پایله کې د اکوادور ولسمشر ګیلرمو لاسو، له خلکو غوښتي دي چې آرامه پاتې شي او په دې اړوند خبرونه یوازې د رسمي سرچینو څخه تعقیب کړي.

د رپوټونو په حواله د دې زلزلې په پایله کې ډیر شمیر ودانیو ته په ځانګړي توګه د اکوادور په سویل کې شدید زیان اوښتی دی او د دغو سیمو ډیر خلک اوس هم په سړکونو کې لیدل کیږي.

د ژغورنې لړۍ دوام لري

د وروستیو رپوټونو په حواله د زلزلې په سیمه کې ژغورونکي عملیات په ډیر شدت سره جریان لري، څو تر ویجاړیو لاندې بند پاتې شوي کسان را وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د بريښنا او همدارنګه د ګرځنده تکلیفونو شبکو پرې کیدو د مرستې رسونې بهیر لا زیات ستونزمن کړی دی.

زمونږ له فیسبوک سره یوځای شئ:

د قربانیانو شمیر په داسې حال کې لوړ شوی دی چې د زلزلې رامنځته کیدو په لومړیو ساعتونو کې یوازې د ۴ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی و.

په ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د ساري نارغیو د خپریدو خطر

د قربانیانو شمیر له زیاتیدو سره هم مهاله د یوې سونامي رامنځته کیدو احتمال په اړه هم اندېښنې زیاتې شوي دي.

د آرام سمندر د سونامي خبرداري مرکز اعلان کړی دی چې د کومې سونامي پيښیدو انديښنه نه ده موجوده.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ م کال کې هم د ریشتر په مقیاس ۷،۸ درجې زلزلې اکوادور لړزولی و چې له امله یې ۷۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او زرګونو نور ټپیان شوي ول.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا