1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پلاوي هم د تخار د کډوالو کلابندي نه کړه ماته

۱۳۸۷ شهریور ۱۸, دوشنبه

د دوو اونيو راپه دې خوا د تخار ولايت د خواجه بهاالدين ولسولۍ په زاړه زندان کي شاوخوا 700 تنه پښتانه کډوال د يوه نا معلوم برخه ليک په تمه شپې او ورځي تيره وي

https://p.dw.com/p/FDlm
د دوو اونيو راهيسي 700 تنه سپين ږيري، ښځي او ماشومان کډوال د تخار ولايت په يوه زاړه زندان کي کلابند دي
د دوو اونيو راهيسي 700 تنه سپين ږيري، ښځي او ماشومان کډوال د تخار ولايت په يوه زاړه زندان کي کلابند ديانځور: AP

دغه کډوال چي تر شل کاله جلا وطني وروستي په دې هيله چي په افغانستان کي د قانون حاکميت سته بيرته خپل پلرني ټاټوبي افغانستان او د زيږيدني ځای د تخار ولايت و خواجه بهاالدين ولسوالۍ ته را ستانه سول اوس د يوه ځايي قومندان قاضي کبير، لخوا ددې ولسوالۍ په زاړه زندان کي کلابند دي.

د کډوالو په خبره ددوی سره هرګړی دا بيره سته چي ددې زور واک قومندان وسلوال کسان ورسي او دوی سره تاش په تاشي کي.

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د پښتو څانګي په دې اړه ددې بې برخه ليکه کډوالو د يوتن استازي عبدالحکيم، سره مرکه کړې. او په لومړي سر کي يې ددې لانجي په اړه لنډ معلومات ځني و غوښتل.

اندړ: تقريباً نن مو اتلسمه ورځ ده چي د خواجه بهاالدين ولسوالۍ په محبس کي يې موږ 82 کورنۍ اچولي يو هييتان هره ورځ راځي هم د ولايت او هم د ولسوالۍ څخه او حتی د يکشنبې په ورځ د کابل څخه هم د وحيدالله سباون په مشری يو هييت راغلی ولي هغو هم څه ونسوای کړای او بيرته ولاړل. موږ دلته بې سرنويشته پراته يو حالت مو ډير خراب دی. دغه ظالمان ډير ظلم راسره کوي.

افغان کډوالو شاوخوا شل کاله په جلاوطنۍ کي ستونزي ګالې اوس يې پخپل پلرني ټاټوبي کي ګالي
افغان کډوالو شاوخوا شل کاله په جلاوطنۍ کي ستونزي ګالې اوس يې پخپل پلرني ټاټوبي کي ګاليانځور: AP

دويچه ويلي: ددغه کسانو دليل څه دی ولي تاسي نه پرېږدي چي خپلو ځايونو ته ولاړ سي.

اندړ: ددوی سره هيڅ شی نسته د اسنادو په باره کي دغه مځکي چي دوی زموږ څخه نيولي دي دوی يو قانوني سند هم نه لري خالي وچ ظلم دی چي زموږ سره يې کوي بل څه نسته. موږ ته يې څو واري دا ويلي دي چي « که شما اسناد داريد ما کلاشينکوف داريم». دغه ددوی دليل دی دغه ددوی جواب دی. موږ ورته وايو چي ظالمانو راسی زموږ سره کښېني اوس خو دولت دی محکمه ده قانون دی، راسه ته هم خپل اسناد وړاندي کړه زه بې هم وړاندي کړم. ددې پر ځای چي ته د الله اکبر چغي را باندي وهې يا جلوسونه راباسي. دوی ځکه دا کار کوي چي څه نلري په لاس کي.

دويچه ويلي: دغه قاضي کبير، چي تاسې نوم ياد کی هغې سيمي ته د هر چا د ورتګ مخنيوی کوي او که يوازي ستاسو په مخ کي خنډ ګرځېدلی دی.

اندړ: نه دوي يوازي د پښتنو مخالفت کوي. موږ چي دلته راغلو د پښتو په خاطر يې پر موږ باندي بازار بند کی نانواياني يې راباندي بندي کړې چي دا خلګ مجبوره سي او بيرته ولاړ سي. خو هغه د خدای پاک فضل و چي هغه ږموږ پښتانه وروڼه چي په دې ولسوالۍ کي شاوخوا پراته دي هغوی د ډوډۍ بند وبست وکړی. او تر اوسه پوريې هغه خلګ کوي. او په ډيرو مشکلاتو يې راوړي. خواران وهل سوي او ټکول سوي هم دي، ددې «ازبکو» دلاسه چي تاسي ولي ډوډۍ وروړۍ.

دويچه ويلي: په دغه ځای کي چي تاسي اوسيږې هلته د ژوند شرايط څنګه دي.

کلابند کډوالو ته د ليري ځايونو څخه ځايي پښتانه ډوډۍ ور وړي
کلابند کډوالو ته د ليري ځايونو څخه ځايي پښتانه ډوډۍ ور وړيانځور: picture-alliance/ dpa

اندړ: دلته د ډوډۍ بندوبست دا زموږ شاوخوا پښتانه ورونه کوي، بسترې موږ هم لرو. او يو موسسه په نامه د سرې مياشتي هغه بله ورځ راغلې وه موږ ته يې کمبلي هم راکړې، يو څه خوراکي مواد يې هم راکړه بس ګوزاره ده سره کوو يې. کنې درې سرايه دي چي په هريوه کي درې درې سرايه دي. چي په هريوه کي تقريباً 30 کورنۍ ژوند کوو. د ډيرو مشکلاتو سره مخامخ يو، واړه ماشومان مو ناجوړه دي، د ډاکټر بندوبست نسته. 82 کورنۍ د يوه څا څخه استفاده کو مشکلات مو بېخي زيات دي.

دويچه ويلي: د کابل څخه د وحيدالله سباون په مشري درغلي پلاوي څه وکړل ددوی د سفر موخه خو و دې ستونزي ته د پای ټکی ايښول و تاسو د هغه سره وليدل هغه څه پريکړه وکړه.

اندړ: وحيدالله سباون درې پريکړي. د هغه اوله فيصله داوه چي وويل ستاسو د کلي و څنګ ته دولتي دښته ده موږ به تاسو ته دلته نمريي مځکي در کړو او دغه اوسنی لانجه به بيا وروسته د محکمې دلاري حل سي. موږ ورسره ومنله. خو «ازبکو» دا فيصله ونه منل جلوس يې راوايستۍ ولسوالي يې په ډبرو وويشتل. بيرته سباون، هغه فيصله ليري کړه او بيا يي موږ ته وويل چي ددې ځای څخه 35 کيلومتره ليري يو بل ځای دی تاسي هلته ولاړ سي. موږ نور انکار وکړی چي اوله فيصله مو هم ستا په خاطر ومنل چي ته يو پښتون هييت يي موږ پښتانه پر پښتو ولاړ يو ځکه مو ومنل. کنه موږ تر خپل ځای نه تيريږو. نو د سباون، راتګ هيڅ نتيجه ورنه کړه. او بيله کومي فيصلې په پټه بيرته کابل ته ولاړی.

دويچه ويلي: تاسي ددولت څخه څه غواړي او څو تر څو به تر دې ډول شرايطو لاندي ژوند کوی.

اندړ: موږ د دولت څخه د خپل حق غوښتونکي يو هرڅه چي موږ حق دی هغه دي راکړي او هغه چي ددې خلګو حق دی دوی ته دې ورکړي. د هغه راپديخوا چي دغه ټول دلته پر وژل کيږي دا ځای نه پريږدو، تر خپل حق نه تيريږو خپل حق غواړو. بل ځای نه غواړو نې منو دا مو ټولو ته سره د دولته دا ويلي دي او بيا هم دا وايو.