1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزارشريف کي د ملګرو ملتو څو تنه کار کونکي ووژل شول

۱۳۹۰ فروردین ۱۲, جمعه

د ملګرو ملتو او افغان چارواکو د وينا له مخي په مزارشريف کي د يوي مظاهري لاريون کونکو د ملګرو ملتو پر دفتر حمله وکړه او يو شمير کارکونکي يي ووژل. دغه حمله د ملګرو ملتو له خوا غندله شوي ده

https://p.dw.com/p/REmC
د ملګرو ملتو نښان
د ملګرو ملتو نښانانځور: AP Graphics

د ملګرو ملتو يو وياند وويل چي په مزار شريف کي د هغه په يو مقر باندي د يوي حملي سره د هغه سازمان ځيني کار کونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتو د وياند مرستيال، فرهان حق په نيويارک وويل: « هو مونږ دا خبر تصديقوو چي په مزار شريف کي د هغه سازمان په مقر باندي په يوي حملي کي د هغه سازمان څو تنه پرسونل وژل شوي دي.»

هغه دا ونه ويل چي څه شمير، خو د افغانستان پوليسو د وژل شو شمير يولس تنه ښودلي دي. په وژل شوو کي د ملګرو ملتو بهرني کارکونکي هم شامل دي.

د فرانس پرس د رپوټ له مخي په مزارشريف کي يو شمير مظاهره کونکو چي د يو امريکايي مسيحي ملا له خوا د قرآن کريم د سوځولو پر ضد يي د احتجاج په توګه په يو لاريون لاس پوري کړ، د ملګرو ملتو په دفترونو باندي حمله وکړه.

د مارچ په يو ويشتمه کله چي په افغانستان او د منحني آسيا په نور هيوادونو کي د نوي کال لومړي ورځ د نوروز په توګه لمانحل کيده، د امريکا متحده ايالاتو د فلوريدا په ايالت کي يو مسيحي ملا، Wayne Sapp ، په يوي کليسيا کي د مسلمانانو د آسماني کتاب په سوځولو لاس پوري کړ.

دغه عمل د امريکا متحده ايالاتو په دننه او بهر کي وغندل شو. د افغانستان حکومت هم دغه عمل غندلي ؤ.

د بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد وويل چي د قرآن کريم د سوځولو ضد مظاهره نن په مزار شرزيف کي په خونړي پيښي بدله شوه. هغه وويل د جمعي په ورځ له يو جومات څخه يو لاريون پيل شو، خو کله چي لاريون کونکي د ملګرو ملتو دفتر ته نژدي ورسيدل، هغوي په زور زياتيو لاس پوري کړ.

په نيويارک کي د ملګرو ملتو د وياند مرستيال وويل : « وضعيت کړکيچن دي، دير زيات معلومات لاس نه دي راغلي، خو مونږ هڅه کوو چي د خپلو ټولو کار کونکو د مصونيت لپاره بندوبست وکړو.»

هغه زياته کړه چي په افغانستان کي د ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون ځانګړي استازي، ستيفان ديموستورا مزار شريف ته تللي او وضعيت له نژدي تر پلټني لاندي نيسي.»

فرهان حق وويل چي عمومي منشي د دغي پيښي په هکله سخته خواشيني څرګنده کړي ده.

په مزارشريف کي د افغانستان د پوليسو يو وياند، لعل محمد احمدي زي،د آلمان خبري آژانس ته وويل: « د ملګرو ملتو اته تنه کار کونکي چي ټول يي بهرنيان ؤ ووژل شول.»

په افغانستان کي د ملګرو ملتو يو بل وياند، دان ميک نارتن د دي رپوټ پخلي وکړ چي په مزار شريف کی د هغه سازمان د يو پر دريمه برخه کار کونکو باندي حمله شوي ده.

.

فرانس پرس/ د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر