1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ازمون او ليوال وياړ غونډه

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

په لغمان ولایت کې ددغه ولایت د فرهنګیانو او د دانش خپرندویه ټولني له خوا د پښتو ژبي د دوو لیکولانو او شاعرانو په ویاړ یوه غونډه او مشاعره ترسره سوې.

https://p.dw.com/p/QxvC
ليکوال او شاعر عبدالغفور ليوال او استاد لال پاچا ازمون
ليکوال او شاعر عبدالغفور ليوال او استاد لال پاچا ازمونانځور: DW/S. Ahmadzai

دانش خپرنډيي ټولني د استاد لال پاچا ازمون او عبدالغفور ليوال فرهنګي هڅي د يوې پراخي غونډي په ترځ کي وستايلې.

دغه غونډه چي په د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو او د خیبر پښتون خوا په لسګونو فرهنګیانو ګډون کړی و د لغمان ادبي بهیرغړي عبدلمعید هاشمې مېلمنو ته د ښه راغلاست په ويلو پرانسته.

ورپسې د لغمان والي راغلو مېلمنو ته هرکلی او ښه راغلاست ووايه. بیا د پښتو ژبې پیاوړي لیکوال او څیړونکې استاد حبیب الله رفیع ته د خبرو بلنه ورکړل سوه.

استاد حبیب الله رفیع استاد ازمون او لیوال دواړه د پښتو ژبي هغه ځوان خدمتګاران یاد کړل چې په شخصي لګښت یې بیلابیل کتابونه او سیمینارونه جوړ کړي دي.

ددې ترڅنګ له شماله راغلي میلمه او د بلغ پوهنتون استاد برزین مهر ددې ترڅنګ چې دغه ډول غونډې ګټورې وبللې غوښتنه یې وکړه چي باید په فرهنګي غونډو کي د سالنګ هااخو خلکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي‌.

ورپسې استاد محمد اصف صمیم او له کندهاره راغلي افغان لیکوال محمد یار هم د استاد ازمون او غفور لیوال په فرهنګي هلو ځلو خبرې وکړې او ددغه ډول غونډو هیواد شموله کیدل یې وغوښتل.

د غونډې بله برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې سوې وه چي په لسګونه شاعرانو پکښي خپل شعرونه ګډون والو ته واورل.

استاد لال پاچا ازمون د پښتو ژبي ځوان لیکوال او شاعر دی چې تر دې دمه یې په لسګونه بیلابیل کتابونه ټولني ته وړاندي کړي دي، استاد د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی استاد او د ولسي ادب په راټولو کې لوی لاس لري.

استاد ازمون د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد دی او په ختیز ننګرهار کي یې په خپلو هڅو بیلابیلي فرهنګي غونډې جوړي کړي دي .

ددې ترڅنګ د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د دفتر مشر عبدالغفور لیوال یو له ځوانو شاعرانو او لیکوالانو څخه دی چي تراوسه یې د شعر او نثر په برخه کي بیلابیل ګټور اثار لیکلي او خپاره کړي دي.

شمعه احمدزۍ/ ننګرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل