1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: ۲۰۱۰م کال د المان لپاره يو بريالی کال ؤ

۱۳۸۹ دی ۱۱, شنبه

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د جمعې په ورځ د نوي عيسوي کال په مناسبت خپله وينا کښي جرمنيانو ته د يورو د تقويې د ضرورت له کبله خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/Qlin
انځور: AP

آغلې مېرکل و المانيانو ته په خپله وينا کي ۲۰۱۰م مېلادي کال د المان لپاره د برياؤ ډک کال وبلی. خو دې هغه ننګونې هم په ګوته کړې چي د المان تر څنګ ورسره ټوله اروپا مخامخ ده.

« په دې مياشتو کښي اروپا د ډير سخت ازمايښت سره مخامخ ده ، موږ بايد يورو تقويه کړو . دا په دې خاطر نه چي يورو زموږ پيسه ده ، بلکه يورو تر هغه هم لوړ ارزښت لري .»

ميرکل همدارنګه وويل ، چي متحده اروپا د سولي او آزادۍ ضمانت کوي ، يورو زموږ د آرامۍ او هوسايني اساس ده. د جرمني صدراعظمي د اقتصادي بحران په له منځه وړلو کښي د المانيانو د هلو ځلو قدردانی وکړی، اوويې ويل چي دا د ۶۰ کلو راهيسي تر ټولو سخت بحران ؤ . دې وويل چې:

« جرمني په دومره مهارت ددې بحران سره مقابله وکړه ، چي تقريباً بل هيڅ چا نده کړې . موږ ددغه بحران څخه په ښه ډول راووتلو . »

په آلمان کښي هيڅ وخت دونه خلګو کار نه درلودی . د بيکارانو شمير د تيرو شلو کلو راهيسي تر ټولو کم ؤ. ميرکل وويل چي جرمنيان تل خپل قدرت ته نه وي متوجه:

«په جنوبي افريقا کښي زموږ د فټبال ملي ټيم همدغه خصلتونه ښکاره کړل ، چي موږ ته قوت رابخښي : يعني کوښښي ، باانضباطه ، د لوړي مفکورې او عالي تخنيک خاوندان.»

ميرکل په خپله وينا کښي په افغانستان کښي د ۹ الماني عسکرو د وژل کيدو څخه خبري وکړې اوويې ويل چي هغوی به موږ هير نکړو. دې وويل:

«که څه هم دغه خبري د وژل سوو عسکرو دکورنيواو دوستانوغم او درد په واقعي ډول نه ورکموي ، خو زه د زړه څخه دا وايم ،چي هغوی به زه هير نکړم .»

په راتلونکي کال کښي به د حکومت مهمه وظيفه بيا هم خلګو ته دکار پيدا کول وي .

خپلي مالي چاري به ښې تنظيمي او ماليات به راکم کړو . روغتيايي حالت او د زړو خلګو پالني ته به پاملرنه وکړو. دې وويل چي:

«موږ به په خپل هيواد کښي يووالی تقويه کړو ، خصوصاً دهغو کسانو چي فاميلونه يې د هميشه څخه دلته دي او هغو مهاجرينو تر منځ چي غواړي په ټولنه کي ورګډ سي »

ميرکل وويل چي جرمني د انرژۍ پيداکولو داسي عصري ذخايرو په لټه کي دی ، چي هم ډيره آرزانه ، او هم د چاپيريال او اقليم په ګټه وي.

محمد قاسم نوري / اې آر ډي

کتونکی: احمدولي اڅکزی