1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويکيليکس:اسمعيل خان فاسد دی او په کار نه پوهيږي

۱۳۸۹ دی ۱۱, شنبه

د ويکيليکس د اسنادو پر بنسټ ولاړ د رائيټرز خبري آژانس د يوه راپور له مخې د امریکا او حامد کرزي تر منځ هغه وخت ناندرۍ رامنځ ته سوي وې کله چي حامد کرزي ښاغلی اسمعيل خان بيا د انرژۍ د وزير په توگه نومولی ؤ.

https://p.dw.com/p/QliU
اسمعيل خان د 2004م مېلادي کال راهيسي د انرژۍ وزير دی
اسمعيل خان د 2004م مېلادي کال راهيسي د انرژۍ وزير دیانځور: DW

د ويکي ليکس لخوا په خپاره سوي يوه سند کي راغلي چي امريکايي ډيپلوماتانو د حامدکرزي لخوا د کابينې د اعلان تر مخه غوښتنه کړې وه چي اسمعيل خان ته دي وزارت نه ورکوي. په خپلو دلائيلو کي امريکايي ډيپلوماتو ويلي وه چي گواکي اسمعيل خان نه يوازي دا چي د دغه وزارت د پر مخ بېولو کاري وړتيا نه لري بلکه دا چي دی فاسد هم دی.

ښاغلی اسمعيل خان چي تر ډېره وخته د هرات والي او يو جهادي قومندان پاته سوی دی د حامد کرزي لخوا د کابېنې په جوړښت کي پلان سوی ؤ. خو امريکا د حامد کرزي د دغه انتخاب څخه ناخوښه وه.

په کابل کي د امريکا سفير کارل آيکن بېري دا گواښ هم کړی ؤ چي امريکا به د هغو وزارتونو سره خپلي مرستي راټيټي او يا هم په بشپړه توگه ودروي چي وزيران يې نااهله وي. ايکن بېري زياته کړې وه چي د کرزي په کابينه کي تر ټولو ناسمه ټاکنه يا ناسمه انتخاب د اسمعيل خان ؤ.

د ويکي ليکس لخوا د خپاره سوي امريکايي اسنادو له مخي کرزي د امريکايي ډيپلوماتونو په ځواب کي ليکلي وه چي د امریکا د بهرنيو چارو د وزيري هېلري کلنټن سره يې ددغې ټاکنې په هکله مصلحت کړی ؤ.

ښاغلي کرزي د امريکا سره ژمنه کړې وه چي پداسي حال کي چي اسمعيل خان په کار نه پوهيږي نو د وزارت لپاره به داسي معينان ورته وټاکي چي د وزارت کار د هغه برسېره په سمه توگه پر مخ ولاړ سي.

د خپرو سوؤ اسنادو له مخې امريکايي ډيپلوماتانو په څو څو ځله د حامد کرزي سره د اسمعيل خان خبره مطرح کړې خو ښاغلي کرزي نه وه ورسره منلې. ښاغلي کرزي تر آخره پوري د وزير په توگه د اسمعيل خان پر گومارنې ټينگار کړی ؤ.

د اسوشيېټډ پريس خبري آژانس په خپل مطلب کي ليکلي دي نړۍ واله مرستندويان هم پدې آند دي چي په 2004م مېلادي کال کي د ښاغلي اسمعيل خان د وزير په توگه گمارنې وروسته په دغه وزارت کي د فساد او شکونو لړۍ پېل سوې.

په بربنډو کړل سوؤ امريکايي اسنادو کي راغلي چي پلټونکو د انرژۍ په وزارت کي سل داسي بانکي حسابونه موندلې دي چي داسي هيڅ اسناد نه لري چي څومره پيسې ورته راغلي او يا هم ترې نه تللي دي. په دې لړ کي د امريکا پرمختيايي ادارې هم د انرژۍ د وزارت په هکله په يوه راپور کي ليکلي وه چي ددغه وزارت د عائداتو پنځمه برخه د ناسمو تنظيمي او اداري چارو له وجې له منځه ځي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه