1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کښي تعليمي پروګرام نور هم پراخوي

۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعه

په پوهه او تعلیم کښي پانګه اچونه ددموکراسۍ او بشري حقونو په لار کښي يوه ډيره ښه سرمايه ګذاري او په عين حال کښي د ترهګرۍ سره د مبارزې ډيره مؤثره لار ده.

https://p.dw.com/p/QlXA
د جرمني حکومت وعده ور کړې ول ، چي د ښووني او روزني په برخه کي سپما نه کوي
د جرمني حکومت وعده ور کړې ول ، چي د ښووني او روزني په برخه کي سپما نه کويانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

دغه خبري د جرمني د خارجه وزارت د تعليمي او کلتوري چارو مرستياله کورنېليا پيپرPieper خبري آژانس dpa ته وکړې.

اوس په افغانستان کښي 4700 آلماني عسکر په عملياتو اخته دي. د جرمني د حکومت هدف دادی ، چي د 2011 عيسوي کال د آخره څخه د خپلو عسکرو په وتلو شروع وکړي، او په 2014 کال کښي امنيتي مسؤليت افغانانوته وسپاري.

پيپرPieper اضافه کړه ، چي« دا صحيح ده ،چه د هيواد سرنوشت په خپله د محل دخلګو په لاس کښي ولويږي. خو سړی بايد خلګ پر دې باندي قادره کي چي د حکومت مسؤليت واخيستلای سي.»

په همدې منظور بايد د Good Governance يا ښه حکومت کولو پروګرام پراخ سي.

همدارنګه د ښووني او روزني پروګرام او بورسونه چي تر اوسه پوري د افغانستان د ثبات راوستلو د صندوق څخه تمويليدل، نور هم بايد تقويه سي.

دا وايي چي د جرمني حکومت وعده ورکړې وه ، چي د ښووني او روزني په برخه کي سپما نه کوي. چي دا نه يوازي په داخل کښي،بلکه په خارج کښي د خارجه وزارت د تعليمي پروګرام دپاره هم صدق کوي.

په 2010 کښي ددغه وزارت د پيسو څخه په جنګ ځپلي افغانستان کښي20 عادي مکتبونه او يود موزيک مکتب جوړ سوی دی.

پيپر وايي چي په دې منځ کښي هلته اوس د افغاني محصلينو 20 فيصده ښځي دي او دا د 6 يا 7 کلو په جريان کښي يو ډير ښه پرمختګ دي. داد ښځو دآزادۍ او تعليم په برخه کښي يو لوی قدم دی ، هغه څه چي موږ ورڅخه ملاتړ کوو.

آژانسونه / ګل غوټۍ پوپل

کتونکی : عبدالباری حکيم