1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان حکومت د منحليدو سره مخ دی

۱۳۸۹ دی ۸, چهارشنبه

د پاکستان متحده قومي غورځنګ ويلي دي چي د مرکزي حکومت له ايتلاف څخه به خپل دوه وزيران وباسي.

https://p.dw.com/p/QkxY
د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمانانځور: Abdul Sabooh

د متحده قومي غورځنګ چي د پاکستان په ستر بندري ښار، کراچي کي يو ستر سياسي قوت دی، دغه ډول خبرداری د يوسف رضا ګيلاني تر مشري لاندي ايتلافي حکومت پايښت، له ستر ګواښ سره مخامخ کړی.

د دغه ګواښ په پام کي نيولو سره د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له پرون ورځي را په دې خوا هڅه کوي چي د خپل ګوندي ملګري، ګيلاني حکومت له ګډوديو څخه مخ نيوي وکړي.

زرداري پرون کراچي ته ولاړ ترڅو د پاکستان د کورنيو چارو له وزير رحمن مالک او دغه راز د سند د ايالت له لومړي وزير قيام عليشاه، سره وويني.

د پاکستان په مرکزي ايتلافي حکومت کي متحده قومي غورځنک دوهم ستر ګوند ګڼل کيږي. دغه ګوند په مرکزي پارلمان کي 25 استازي لري.

که چيري د يوسف رضا ګيلاني حکومت د دغو استازو ملاتړ له لاسه ورکړي، هغه به په پارلمان کي خپل اکثريت له لاسه ورکړي.

د پاکستان د پيپلز يا د خلکو ګوند چي مشري يې د ميرمن بېنظير بهتو له مرګ څخه وروسته د هغې خاوند زرداري ته په ميراث پاته سوه، پرون وويل: « ولسمشر نه غواړي چي د متحده قومي غورځنګ ملاتړ له لاسه ورکړي.»

د کورنيو چارو وزير رحمن مالک له نوموړي غورځنک سره په تماس کي دی ترڅو د روان سياسي کړکيچ لپاره د حل يوه لاره پيدا کړي.

خو متحده قومي غورځنګ وويل چي په حکومت کي د خپلو دوو وزيرانو، فاروق ستار او بابر غوري استعفاء ليکونه لا دمخه هغو ته استول سوي دي.

ستار په بهر کي د ميشت پاکستانيانو د چارو وزير او غوري د سمندري ترانسپورت د چارو وزيردی.

څو اونۍ د مخه، د مولانا فضل الرحمن جمعيت العلماي اسلام د پاکستان له ايتلافي حکومت څخه ووت.

دغه غورځنګ له حکومت څخه د وتلو لپاره دا دليل راوړي چي ګواکي هغه د اختلاس او اداري فساد په له منځه وړلو او د انفلاسيون په مخنيوي کي پاته راغلي.

سر بيره پردې دغه ګوند وويل چي د جنوبي ايالت سند د کورنيو چلارو وزير ذالفقار مرزا په خپلو هغه خبرو سره چي ګواکي د کراچي په وروستيو خونړيو پيښو کي د دغه غورځنګ لاس دي سپکاوی کړی دی.

متحده قومي غورځنګ وويل که څه هم په دې اړه يې صدراعظم ګيلاني او ولسمشر زرداري ته شکايت کړي ؤ، خو هغوی يوه هم د سند د کورنيو چارو د وزيرد يادونو په وړاندي غبرګون نه دي ښکاره کړي.

متحده قومي غورځنګ چي تر زياتي کچي د هند د نيمي وچي د ټوټه کيدو په وخت کي له هند څخه د اردو ژبي کډوالو څخه جوړ سوی په وروستي مياشتو کي په کراچي کي د نشنل عوامي ګوند چي ډيري سرحدي قبايلي پښتانه دي په سختو خونړيو نښتو لاس پوري کړی.

د هغوی تر منځ په اخ او ډب کي په ټوليزه توګه 155 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

کار پوهان په دې نظردي که متحده قومي غورځنګ حکومت خوشي هم کړي، سمدلاسه دا خطر نه سته چي د ګيلاني حکومت دي نسکور سي.

خو که چيري په پارلمان کي هغه له مخالف ګوند سره لاس يو کړي، څرنګه چي ګواښ هم کړي، بيا نو دا خطر موجود دی چي د پاکستان حکومت منحل سي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل