1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: امريکايي پوځ د کندهار په عملياتو کي وحشيانه تگلاره پر مخ بيايي

۱۳۸۹ آذر ۲۷, شنبه

گارېټ پورټر د افغانستان په هکله د خپل وروستي څېړنيز راپور له لاري ليکي چي په کندهار کي د امريکايي پوځ عمليات ښيي چي د افغانستان په هکله د امريکا پاليسي څومره کمزورې ده.

https://p.dw.com/p/QfTM
انځور: DW/Aslami

گارېت پورټر د امريکا د ملي دفاع او پوځي چارو کارپوه او يو تاريخ ليکونکی دی. دی د افغانستان په هکله د خپل وروستي څېړنيز راپور له لاري ليکي چي په کندهار کي د امريکايي پوځ عمليات ښيي چي د افغانستان په هکله د امريکا پاليسي څومره کمزورې ده.

گارېټ پورټر د افغانستان په هکله د خپل وروستي څېړنيز راپور له لاري ليکي چي په کندهار کي د امريکايي پوځ عمليات ښيي چي د افغانستان په هکله د امريکا پاليسي څومره کمزورې ده. نوموړی دليل راوړي چي امريکايي پوځ په کندهار کي داسي بې رحمانه پوځي تگلاره خپله کړې ده چي له مخي يې په لاسي لاس د ولسي کسانو کورونه له منځه وړل کيږي چي په غبرگون کي يې په ولسي خلکو کي د بهرني ځواکونو په وړاندي کرکه لا زياته سوې ده. د ښاغلي پورټر په وينا دغه په افغانستان کي د امريکا د ناسمې ستراتيژۍ يوه ښه بېلگه ده.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د شورا معين حاجي شيرين اغا څخه مو د ولسي کسانو د کورونو د له منځه وړلو په هکله وپوښتل او هغه دغه راپورونه تائيد کړل.

« هو زه دغه راپورونه تايد کوم. دوی د خلکو کورونه نړولې دي. د ترکو په کلاچه او خسرو کي کورونه نړول سوي دي. موږ پدې هکله حکومت ته راپورونه ورکړي دي.»

د سيمي خلک هم د گارېټ پورټر په راپور کي راغلي د کندهار د عملياتو تورونه مني. د نوموړي دغه راپور پداسي حال کي خپريږي چي دوې ورځي تر مخه د متحده ايالتونو ولس مشر باراک اوباما د افغانستان په هکله خپله ستراتيژي مثبته او د بريا پر لاره روانه بللې وه. اوباما ويلي وه چي امريکايي پوځ په افغانستان کي خپلې موخې تر زياتي کچې ترلاسه کړيدي او داچي دغه موخې په بشپړه توگه په ټول افغانستان کي امنيت راوستل نه بلکه د القايدې په وړاندي مبارزه ده. اوباما په کندهار کي روان پوځي عمليات د پرمختگ په حال کي بللي ول او ويلي يې وه چي په کندهار کي دُښمن پر شا تمبول سوی دی.

Barack Obama
د متحده ايالتونو ولس مشر باراک اوباماانځور: AP

خو گارېټ پورټر وايي چي ددغه پوځي پرمختگ شاته د امریکايي پوځ هغه نوې تگلاره ولاړه ده چي ورځ په ورځ بې رحمانه کيږي. د امریکايي پوځ لخوا د کندهار په ژړۍ، ارغنداب او پنجوايي ولسواليو کي د ولسي خلکو د کورونو سيسټماټيکه نړول ښاغلي پورټر يو بې ساري تاکتيک بللی دی.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چي بهرني ځواکونو د خلکو باغونه له منځه وړي دي او دا چي بهرنيو ځواکونو د ولسي خلکو يو شمېر کورونه هم تر خپلې ولکې لاندي راوستلي دي او هلته يې خپلې پوستې جوړي کړي دي، چي له وجي يې ولسي کسان د يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي دي. پدې هکله حاجي شيرين اغا وايي:

« خارجيانو و باغونو ته بمونه غورځولي دي او يا يې د نورو لارو باغونه او ونې له منځه وړي دي. دوی د خلکو په کورو کي اړولي دي او د کورونو څخه د پوستو کار اخلي چي له وجې يې خلک ډېر په عذاب دي.»

Afghanistan Kandahar Anschlag Hochzeit
کندهار د افغانستان په ناقراره ولايتونو کي شمېرل کيږيانځور: AP

د ونو ايستلو خبره گارېټ پورټر هم په خپل راپور کي ليکلې ده. د نوموړي په وينا هغه ونې چي د امريکايي پوځ په وينا تر شا يې وسله وال پټېدلای سي دوی له منځه وړي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د نوامبر په شپاړسمه په خپل يوه چاپ سوي راپور کي په کندهار کي د امریکايانو لخوا د ولسي کورونو د نړولو خبر راغلی ؤ. په راپور کي راغلي وه چي د کورونو د له منځه وړلو لپاره امريکايي پوځ د زغره لرونکي بلډوزرانو او چاودېدونکو توکو څخه کار اخلي. نيويارک ټايمز زياته کړې وه چي هر هغه کور چي پکښي څوک نه اوسيږي هغه د امريکايي پوځ لخوا له منځه وړل کيږي.

دا چي تر اوسه پوري د کندهار د نوموړو ولسواليو څو کورونه نړول سوي دي نه امريکايي پوځ او نه هم افغان چارواکو په گوته کړې ده. د کندهار ولايت وياند و نيويارک ټايمز ته ويلي دي چي د نړول سوؤ کورونو شمېر ډېر جگ دی.

د جنرال ډېويډ پېټريوس وياند ډگروال هانس بُش هم په پراخه کچه د کورونو د له منځه وړلو پاليسي تائيد کړې ده. وياند زياته کړېده چي د ونو هغه قطارونه چي تر شا يې دښمن پټېدلای سي له منځه وړل کيږي.

د واشنگټن پوسټ يوه ژورنالست راجيف چندراسېکاران بيا په خپل يوه راپور کي ليکلي دي چي د ژړۍ ولسوالۍ د عملياتو پر وخت د داسي بمونو څخه کار واخيستل سو چي د سلو ميترو په شاوخوا کي به يې هر ډول ودانۍ، ونې او کښتونه داسي هوار کړل چي ورباندي د ټانکونو د تېرېدلو لپاره لاره برابره کړل سي.

يو بل ژورنالست آنند گوپال بيا وايي چي افغان او بهرني پوځونه په کندهار کي د اجتماعي سزا ورکونې د پاليسۍ څخه کار اخلي. نوموړي و آی پي ايس خبري آژانس ته ويلي دي چي دی په ژړۍ ولسواليو کي د 2 پيښو شاهد پاته سوی دی په کومو کښي چي په کلي کي د توپک موندلو وروسته په غېر مستقيمه توگه د کلي ټولو اوسېدونکو ته سزا ورکول سوه.

گارېټ پورټر په خپل راپور کي کاږي چي يو شمېر امريکايي قومندانان د جنرال پېټريوس د هغې تيورۍ برعکس فکر کوي چي له مخي يې بايد په پوځي لاره د افغانستان ستونزه حل کړل سي. نوموړی بېلگه راوړي چي و ډېلي مېل نومي ورځپاڼې ته په ارغنداب کي بهرنيو پوځونو قومندان ډگروال فلين ويلي وه چي:

« يو وخت نه يو وخت موږ دې ته مجبوره کيږو چي د ستونزې سياسي حل ولټوؤ. ولي چي په وژنو بريا نه سي تر لاسه کېدلای.»

احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري