1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون:د افشاسوو اسنادو څېړل به څو اونۍ وخت ونيسي

۱۳۸۹ مرداد ۵, سه‌شنبه

د پنتاگون استازي ډگروال ديوا لاپينا وويل «ددغو اسنادو چي شمېر يې ۹۰ زرو ته رسيږي د څېړلو د پاره يې څو اونيو ته اړتياده تر څو معلومه سه چي په افشاکولو يې د امريکا متحده ايالاتو ته څومره تاوان رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/OVmw
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس او لوی ترستيز مارک مولن
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس او لوی ترستيز مارک مولنانځور: AP

دغه خبره بې بې سي د امريکا ددفاع وزارت پنتاګون د استازي ډګروال ديوا لاپن په استناد کړې ده.

هغه ويلي دي چي د پټو اسنادو په څېړلو که اونۍ وخت و نه نيسي نوڅو ورځي په کار دي چي دا ټول وکتل سي. هغه د اسنادو افشا کول جنايت بللی.

لاپن دغه راز ويلي دي چي د امريکا د متحده ايالاتو رسمي مامورين اسناد مطالعه کوي تر څو دا و ټاکي چي هغه څه چي د امريکامتحده ايالاتو او و متحدينو ته يې کيدای سي سخت تاوان ورسوي آيا هغوﺉ منابع او متود روښانه کړی او که نه.

د بلي خوا د سپيني ماڼی استازي رابرت ګيپس اعلان کړی چي خپاره سوي اسناد کولای سي چي د امريکا د متحده ايالاتو پوځ ته تاوان ورسوي.

هغه ويلي دي« افشاسوي پټ اسناد کيدای سي زموږ پوځ هغه څوک چي په جګړه کي زموږ د پوځ سره همکاره او هغه چاته چي زموږ امنيت تأمينوي ډير سخت تاوان ورسوي.»

لکه څنګه چي خبر ورکول کيږ چي په افغانستان کي د امریکايي جګړې په اړه شاوخوا ۹۰ زره پټ اسناد افشا سوي هغه د Wikileaks انټرنيټي منبع لخوا خپاره سوي دي.

د Wikileaks د انټرنيټي منبع جوړونکي جوليان اسنج په لندن کي په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي د اسنادو د کره توب توب په اړه هيڅ ډول اندېښنه نه لري.

د هغه په خبره ددغه اسنادو خپريدل کيدای سي چي د ډيموکراټيک المان د استخباراتي شبکې د ارشيف سره پرتله سي.

د هغه په خبره د Wikileaks انټرنيټي منبع مسوولينو خپل ټول هغه توان کارولي چي ددغه اسنادو په افشا کولو سره هغه چاته تاوان ونه رسيږي چي بې ګنا دي.

د هغه چا په غوښتنه چي دغه اسناد يې د انټرنيټي منبع په اختيار کي ورکړي ۱۵ زره خبره نه دي نشر سوي.

د بې بې سي راډيو تلويزيون د مالوماتو له مخه د هغه وخت راهيسي چي د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزرات تاسيس سوی دی دا يې تر ټولو په لوړه شمېر پټ اسناد دي چي افشا کيږي.

په دې اسنادو کي دا هم راغلي دي چي طالب جنګيالو اوس د الوتکو ضد د وړلو هغه راکټونو ته هم لاس رسی پيدا کړی چي حرارتي سرګلولې په لاس ور لوېږي.

د نيويارک ټايمز او ګارډنس ورځپاڼو استازو چي تر ټولو د مخه يې د Wikileaks افشا سوو اسنادو ته لاره موندلې ويلي دي چي د اسنادو د ورکولو د منبع سره يې تماس نه دی نيولی.

هغوی ويلي دي چي ددغه په لاس ورغلو معلوماتو د کنترولولو دپاره يې څو اونۍ وخت ونيوي چي و يې ګوري.

د Wikileaks چارواکو هم د منبع په اړه څه نه دي ويلي. هغوی دغه راز هغه خبره هم رد کړه چي ګواکی دغه اسناد امريکايي پوځي څېړنکي بريدلي مننګ لخوا ورکړل سوي. څوک چي همدا اوس د اسنادو د افشاکولو په تور د يوې محکمې پريکړي ته انتظار باسي.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي