1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د سختو نښتو سره يو ځای چاودني هم رامنځته کيږي

۱۳۸۸ دی ۲۸, دوشنبه

ويل سوي دي چي چادونه دافغانستان په وخت ترغرمي مخکي پر يوولسو بجو او شلو دقيقو کي وشوه . سمدلاسه امنيتي ځواکونو ښار محاصره کړ او د ډزو غږونه واوريدل شول

https://p.dw.com/p/LYXZ
انځور: AP

عيني شاهدانو وويل چي په کابل کي د يوې سختي چادوني سره يوځای د ښار په دننه کي د امنيتي ځواکونو اود رپوټونو له مخي،د طالب اورپکو تر منځ نښتي را منځته سوي دي .

د فرانس پرس دخبري آژانس د رپوټ له مخي چي د عامي روغتيا د وزارت په حواله يي ورکړی دی، تر اوسه پوري 13 کسان په دغه پيښه کي ټپيان شوي دي ،چي ډير يې ولسي کسان دي . فرانس پرس په خپل رپوټ کي يادونه کوي چي طالبانو د دغي حملي مسووليت پر غاړه اخيستی دی او وايي چي شل تنه ځانمرګي بريد کونکي يې کابل ته استولي ؤ ترڅو د جمهوري رياست په شمول پر حکومتي ودانيو باندي حملې وکړي . د کابل تلويزيون يو مغازه وښودله چي د نښتو په نتيجه کي يې اور اخيستی دی .

آژانسونه/