1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما تر2011 کال پوري د فلسطيني دولت جوړيدل غواړي

۱۳۸۸ خرداد ۲۱, پنجشنبه

د اسراييلو جمهوررييس پيرس او د نوبل د جايزې پخواني ګټونکي داسراييلو پر حکومت باندي د امريکا د حکومت د فشار هرکلی وکۍ ،اوويې ويل چه « موږ بايد قاطعانه عمل وکو »...

https://p.dw.com/p/I7YK
دامريکا خاص استازی ميتچل د اسراييلود جمهوررييس پيرس سره وکتل
دامريکا خاص استازی ميتچل د اسراييلود جمهوررييس پيرس سره وکتلانځور: picture-alliance/ dpa

ده چه دغه خبري د امريکاد خاص استازي ميتچل سره په بيت امقدس کښي کولې،اضافه کړل ،«زه ګمان کوم چه موږ يو تاريخي موقع پلاس راوړې ده . زموږ هيڅوک به دا ونه بخښي ،چه دغه موقع د لاس ورکول سي .

زه نه پوهيږم چه هغه به څونه دوام وکي . خو زه پوهيږم چه څونه هغه سخته ،او په عين حال کښي زموږ د ټول ولس او حتی ګرده جهان دپاره مهمه ده . »

د امريکاد متحده ايالاتو جمهوررييس اوباما د منځني ختيځ د سولي په پروسه کي يو غير مترقبه سرعت رامنځته کړيدی ،او په دغه لار کښي يې هلي ځلي زياتي کړي دي . په قاهره کښي يې په خپلي بيانيې سره پر صدراعظم باندي فشار يووار بيا ډير کړی دی . تر دې چه حتی صدراعظم نيتانياهو به د راتلونکي يکشنبې په ورځ د اسراييلو دخارجي سياست په باب يوه اساسي بيانيه ورکي . سياسي ناظرين اټکل کوي چه صدراعظم به د اولي پلا دپاره د دوو دولتو حل په رسميت وپيژني .

تر اوسه لا دامريکا خاص استازي جورج ميتچل په عام ډول د اوباما د منځني ختيځ د پلان په باب څه ندي ويلي . خو که هغه معلوماتونه چه پدې منځ کښي په لندن کښي دوو ورځپاڼو خپاره کړي دي ،سم وی، بيا نو اوباما غواړي د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ سوله تر 2011 کال پوري راولي .

د امريکا خاص استازي ميتچل د اوباماد حکومت هغه قاطعانه غوښتنه بيا تکرار کړل ،چه غواړي د سولي دپاره خبري بيرته ژر شروع ،او ژر يې هم نتيجې ته ورسوي .

ميتچل د پيرس سره به خبرو کښي وويل ،«موږ پر دې باندي جدي کار کوو،چه په منځني ختيځ کي هراړخيزه سوله رامنځته سي ،هغه څه چه تاسي ښاغلي جمهوررييس ورته اشاره وکړل ،او په هغه کښي به يو فلسطيني دولت شامل وي،چه د يهودي دولت اسراييلو تر څنګ به په سوله او امنيت کښي ژوند کوي . د امريکا جمهوررييس اوباما او خارجه وزيري زموږ سياست نور هم واضح کړی دی . او هغه داچه اسراييل او فلسطينيان ددې مسؤليت لري،چه د روډ ميپ د پلان په چوکاټ کي خپل مکلفيتونه تر سره او اجرأ کي . »

بارک اوبامااو بنيامين نيتانياهو د خبرو پر مهال
بارک اوبامااو بنيامين نيتانياهو د خبرو پر مهالانځور: AP

داسي ښکاري چه امريکايان او اسراييليان به د روډ ميپ د پلان د اساساتو سره موافقه وکي ،او بيرته به د منځني ختيځ څلوراړخيزه خبري شروع سي . په دغه ډله کي د امريکا متحده ايالات ، ملګري ملتونه، اروپايې ټولنه او روسېه شامل دي . حتي ښی اړخه نشلسټ خارجه وزير ليبرمن څو اونۍ مخکي د2002کال دروډ ميپ ياپه منځني ختيځ کښي د سولي دپلان سره موافقه وښوول .

په فلسطيني خوا کي هم حرکت رامنځته سوی دی . د حماس د سياسي بيرو منشي خالد مشعل پرون ددمشق څخه قاهرې ته ولاړۍ، تر څو هلته د مصر د استخباراتو د رييس سليمان سره خبري وکي .

مصريان په نظر کښي لري چه د جولاي پر اوومه باندي د فلسطين جمهوررييس محمود عباس او خالد مشعل ته په قاهره کښي ددې زمينه برابره کي ،چه سره وګوري او خبري سره وکي . په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه جوړه راځي .

اينګل بریشت/

کتونکی : محمد قاسم نوري