1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د اټومي وسلو ربړه يوازي د خبرو اترو د لاري حلېدای سي

۱۳۸۸ خرداد ۴, دوشنبه

پيونګ يانګ د سختي تګلاري څخه کار اخلي. او وروسته له هغه چي په اپريل کښي د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ چي د اټومي وسلو څخه به لاس وانخلي...

https://p.dw.com/p/HxB1
که د روسي پوهانو معلومات سم وي ،نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم د هيروشيما په اندازه قدرت ولري
که د روسي پوهانو معلومات سم وي ،نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم د هيروشيما په اندازه قدرت ولريانځور: AP

اوس پيونګ يانګ ثابته کړل ،چي څونه هغه په دغه موضوع کي جدي دی ،او شمالي کوريا د نړۍ عامه ذهنيت ته څونه لږ اهميت ورکوي . حتی آخرين پاته متحد چين ته يې هم د اوسني اټومي آزمويني په سرته رسولو سره اهميت ورنکۍ.

شمالي کوريا نن سهار داسي اعلان وکۍ.« داچي زموږ د عالمانو او تخنيکرانو غوښتني ته مومثبت جواب ورکړی وي ،او خپله دفاع مو قوي کړې وي ،نو د کوريا دموکراتيک جمهوريت نن پر 25 دمې باندي په برياليتوب سره تر مځکي لاندي بله اټومي آزموينه ترسره کړه . »

که د روسي پوهانو معلومات سم وي ،نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم د هيروشيما په اندازه قدرت ولري ،او پدې وسيله به هغه د 2006 کال د اکتوبر د مياشتي تر امتحان سوي اټومي بم ډير قوي وي،چه لا يې تخنيکي پرابلمونه درلودل.

د شمالي کوريا ديکتاتور کيم يونګ ايل په دغه اټومي ټيست سره خپل دريځ قوي کۍ . په وروستيو وختو کښي ددغه په اصطلاح «ګران رهبر» د ناجوړۍ ډيري آوازې خپرې سوي دي.

کيم بايد د پوځ د آرامتيا دپاره ډير کارونه وکي ،تر څو د خپلي خوښي سره سم د خپل ځاي ناستي موضوع حل کي ،او يو دده ددرو زامنانو څخه بايد کمونسټي ميراث ته ادامه ورکي.

په اټومي آزمويني سره شمالي کوريا يووار بيا د نړيوالي ټولني پام د خپل خراب اقتصاد خواته راواړاوه . د ملګرو ملتو د امنيت شورا به اوس بيا غونډه کوي .خو د نيويارک څخه به عکس العمل ډير جدي نه وي ،ځکه چي د پيونګ يانګ متحد چين به هغه پرې نږدي .

چين به د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په باب شپږ اړخيزو خبرو ته ادامه ورکي . چين د يوې باثباتي شمالي کوريا سره علاقه لري ،او په جنوبي کوريا کښي د امريکايي پوځونو په مقابل کي د حايل په حيث هم.

چين نه غواړي د پيونګ يانګ رژيم دداسي ډيرو مشکلاتو سره مخامخ سي ،چه د مهاجرينو سيلاب يې وروبهيږي ،او هم نه غواړي امريکايي قواوي په خپلو سرحدو کښي وويني .

von Hein, Matthias/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل