1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براندنبورګ ته لنډه کتنه

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

براندنبورګ ته په عامه ژبه د برلين دباندنی کمربند هم ويل کيږي، يعنی د پايتخت شاوخوا. خو دا خبره د المان ددغه ايالت له پاره صدق نه کوي. ځکه دلته ښه طبيعت موجود دئ.

https://p.dw.com/p/HtCU
د پوتسدام ښار د سيلانيانو د ليدو وړ قصر
د پوتسدام ښار د سيلانيانو د ليدو وړ قصرانځور: dpa

د براندنبورګ ايالت ، د جرمني په شمال ختيځ کی پروت دی . دغه ايالت د جرمني پر پايتخت برلين باندی راګرځيدلی دی، او د29,477  کيلومتره مکعبه مساحت په درلودلو سره د آلمان د ډيرو هوارو مځکو درلودونکو، ايالتونو څخه بلل کيږي . ددغه ايالت مرکز پوتسدام ، پخوا د پرويس د پاچاهانو دربار ؤ.

په دغه ځای کی بې حسابه قصرونه او شاهی پارکونه، د هغه وخت د طلايی وختونو شهادت ورکوي .د ښايسته معماريو په درلودلو ، د ښه زيربنا له کبله او همدارنګه برلين ته د نژديوالی  په خاطر، په دغه ايالت کی د ژوند کيفيت ډېر لوړ دی

.

د هواری مځکی يو پر دريمه برخه تر حفاظې اوساتنی لاندی ده.

ددې کبله چی براندنبورګ لاس نه خوړلی او د پوره اوبو درلودونکی طبيعت لری، نو دغه ايالت ورځ په ورځ د ټوريستانو د علاقې وړ هم ګرځي . ددغه ايالت يو پر دريمه هواره مځکه، د لاس نه خوړلی طبيعت په حيث  ساتل کيږي.

بې حسابه سيندونه، د درو زرو په شاوخواکی بحيرې،د زړودرختو کُندې  او لوی ځنګلونه ، د چکر او تفريح دپاره سيلانیان او سياحان ځانته راجذبوي.

سيلانيان د لاس نه خوړلي طبيعت د ليدو پرمهال
سيلانيان د لاس نه خوړلي طبيعت د ليدو پرمهالانځور: dpa - Report

د جرمني د پايتخت برلين پر شاوخوا، د دغه کمربند مهمه اقتصادی څانګه، د اوسپنی عنعنوي صنعت، دهوايی ترانسپورت تخنيک او کيمياوی صنعت دی .په اوس وخت کی نوې تکنالوژی لکه د چاپيریال ساتنی تخنيک او بيوـ تکنالوژی، د نورو تر څنګ د ماکس پلانک او فراونهوفر بې حسابه انستيتونه په براندنبورګ کی موجود دي.

د پرويسانو تاريخ لنډ معلومات

نفوس : ۲،۵۰ ميليون

مساحت :  ۲۹۰۴۷۷کيلومتر مکعب

ايالتي مرکز : پوتسدام

دجوړېدو نېټه :  ۳،۱۰،۱۹۹۰

مهمه اقتصادی څانګه : ثقيل صنعت د براندنبورګ نوم په هافل کی د برينابورګ څخه چی  پاچا،هاينریش اول  په۹۲۹ کی د سلاويانو څخه تصرف کی، اخيستل سوی دی . تر څوارلسمی پیړۍ پوری دغه ځای د جرمنی د پاچاهانو سيمه وه.

په نولسمه او شلمه پيړۍ کی براندنبورګ د برلين سره یو ځای د آلمان او د پرويسيانو په سیاسی مرکز واوښتۍ . بلاخره په ۱۹۴۷کال کی پرويسيان د متحدينو د کنترول د شورا لخوا منحل سوه .براندنبورګ پر ناحيو باندی وويشل سو،يوه برخه يې ( ډي ـ ډي ـ آر) يا شرقی آلمان ته ولاړه. د جرمني تر بيايوځای کېدو وروسته ،براندنبورګ د جرمنی د ايالت په حيث نوی تأسيس سو، يعنی د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر پر دريمه د جرمني د بيا اتحاد په ورځ.

يوه وزګاره مېرمن چي خپل وخت يې د طبيعت ساتني ته ورکړی دی
يوه وزګاره مېرمن چي خپل وخت يې د طبيعت ساتني ته ورکړی دیانځور: Peter Hille

د بيکارۍ څخه د طبيعت ساتنی پر خوا

هغه ايالت چی طبيعت پکښی پر خپل حال ساتل سوی دی، هغه براندنبورګ دی . په مجموعي ډول ددغه ايالت د هواری مځکی يو پر دريمه برخه ملي یا طبيعي پارک دی .د طبيعت خوښونکو اودطبيعت ساتونکو د پاره يو جنت.

هغه ډول چی يې دا غواړی ،چونګښه يې  نه غواړي . هر ه پلا چی کاترين ميلش غواړی خپله چونګښه ونيسی، نودغه زرغون حيوان ورڅخه ځغلي . دا وايی: «  چونګښی غواړی چی پرسړک باندي خېز ووهي»  خو دا پلا يې ټينګه نيسی او دغه غټه مذکره (نارينه) چونګښه په خپل سپين سطل کی اچوي . دا زياتوي : « په دغه تاوده ځای کی دوی آرام وي، بې له زموږ د ساتنی څخه به په سلهاوو چونګښی، سوسماران او کشپان تر موټرانو لاندی کېدلای.

کاترين د 15 کالو راپدېخوا د طبيعت د څارونکي په توګه کار کوي
کاترين د 15 کالو راپدېخوا د طبيعت د څارونکي په توګه کار کويانځور: Peter Hille

لاس نه خوړلی طبيعت

مجموعاً اوه کیلو متره زرغون اغزي لرونکی ديوال  کاترين ميلش او د هغې همکارانو ، د براندنبورګ څخه تر ملي پارکه ( هوهير فليمينګ)  پوري جوړ کړی دی .هره ورځ دا د خپلو همکارانو او داوطلبانه مرسته کوونکو سره ددغه ديوال په امتداد ځي او  په لار کي پراته ذولحياتين (ژوي )راټولوي او بيرته یې دسړک څخه آخوا د اوبو دنډونو ته اچوي . ځکه په طبيعی ساحه کی بايد انسان او حيوان يو د بل سره په همآهنګۍ سره ژوند وکي.

هوهير فليمينګ په براندنبورګ کي  د هغو لويو پنځلسو سيمو څخه ده چی تر طبيعي ساتنی لاندي ده. کاترين ميلش وايی«  په براندنبورګ کی  دومره انسانان ژوند نه کوي، نو ځکه لا دلته  ډېر پخوانی  او نه رېبل سوی طبيعت موجود دی . خلک ددې د پاره براندنبورګ ته راځي چی غواړي، لاس نه خوړلی طبيعت د نژدو څخه وګوري.

د پنځلسو کالو راهيسی کاترين ميلش د طبيعت څارنه کوي.دا نه يوازی د براندنبورګ چونګښی ساتی ،بلکې په کريمی رنګه کميس او زرغون جمپرکی په ځنګل کي قدم وهي  او کوښښ کوي  دهغو کروندو او چمنانو دساتلو دپاره چی کميابه دي ، بزګران دې ته وهڅوي چی د هغه کيمياوی کوډ د استعمال څخه  لاس واخلي چی طبيعت ته تاوان رسوي د بې کارۍ څخه د طبيعت ساتلو په لور.

ميلش وايی: «پخوا ما خپله د زراعت په برخه کي کار کاوه،د خپل اولس دپاره» . دا یو بل کوچنی حيوان هم ،داپلا يو آرام کشپ په سطل کی اچوي او علاوه کوي چي«  د شرقي آلمان په وخت کی به موږ غله د لويو زراعتی دستګاوو دپاره  توليدوله.

ددغه ځای په شګلنه مځکه کی به يې دونه وده نه کوله،نو ددې کبله به د هغوی د کرلو دپاره  مځکی ډېری پراخی وې .

 خو د جرمني تر بيرته يو ځای کيدو وروسته سوسياليستی اقتصادي پلان د منځه ولاړۍ .»  کاترين ميلش بيکاره سوه اولکه د خپلو نورو همکارانو په ډول دا هم ددولت څخه کومک اخلي ،او يو ډول ګذاره کوي .په کال ۱۹۹۳ کی ميلش په طبيعی پارک کی يو کار پيداکۍ.دا وايی: « دا  کارزما د پاره لکه د لاترۍ د جايزې ګټل ؤ.» دا ځکه چی ددغی ۴۱کلنی ، دباندي  په آزاده هوا کی کار خوښيږي.

که څه هم چی دا د براندنبورګ، يعنی د پرويس د پاچاهانو د ځای څخه ده ،خو دا نه غواړی چی دهغو په شعار باندي چی ( د پرويس توګيندين) نوميدی او  د دسپلين، کوښښ او د مسؤليت د احساس  په معنی ؤ ، ځان پوه کړي. کاترين وایی: « طبعاً تر هغه ځايه چی ممکنه وي، کوښښ کوم خپل کار په جدي او ښه ډول  سرته ورسوم . خو نه د پرويس د پاچاهانو د ( توګيندين) تر شعار لاندي، بلکې په خپله خوښه او علاقه.

د پرويس د پاچاهانو شعار ـ دسپلين ،کوښښ اود مسووليت احساس د مثال په ډول  دغه مرغه چی  يو بيرندوکی مرغه دی  او لکه کوچنی فيل مرغ معلوميږي، دده وزن۱۸ کيلو دی چی دنړۍ د ډېر وزن لرونکو مرغانو په جمله کی شامل دی .په ټوله جرمني کی  ددغو مرغانو۱۱۰ نمونې لا موجودی دي چی د هغو د جملې څخه د شلو په شاوخواکی ، همدااوس  ميلش  په خپل  دوربين کی ننداره کوي. چرګان د القاع کولو په وخت کی ډېر فعاله دي. دوی خپل سپين وزرونه هوا ته پورته کوي او غواړي په دې ډول  چرګانی ځانته راجذب کي .کاترین ميلش هم ورته خوشاله ده، دا ځکه چی ډیر ژر کيدای سی چی په براندنبورګ کی ددغو مرغانو ډولونه ډېر سي.