1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادی تموجاتو د ودي لپاره د المان د اتلافی حکومت دوهم پلان

۱۳۸۷ دی ۲۴, سه‌شنبه

هم لا ترا وسه د نړي د روان مالی بحران منفي اغيزي د اقتصادی ژوند په ټولو اړخونو باندی ندی روښانه شوی.

https://p.dw.com/p/GXhe
انځور: picture-alliance/ ZB

خود آلمان حکومت هم لکه د نوروهيوادونوپه شان ، هڅه کوی چي مخکي د مخه د هيواد د اقتصاد د حمايی لپاره داسی ګامونه واخلی ترڅو چي د يوه اقتصادی رکود د زياتو ناوړو عواقبو مخه نيول شوي وی.

دي موخی ته د رسيدلو د پاره پرون د آلمان په اتلافی حکومت کی د برخه والو ګوندونو لارښونکی مشرانو د اقتصادی تموجاتو د ودی يو دوهم پلان تصويب کړی، او داسی فکر کيدای شی چی د آلمان د پارلمان د دواړو خونو له خوا هم دغه پلان په قاطع اکثریت سره ومنل شی.

د اقتصادی تموجاتو د ودي د پاره د دغه نوي پلان لګښت به 50 ملیاردو يورو ته ورسیږی . چي د دغه پيسو زياته برخه به د پانګی اچولو لپاره په کار ولويږی. 18 ملیارده يورو د واټونو او ترافيکی چارو ود پاره، د کيبلونو د غزولو او د ښونځیو او عالي تعلیمی موسسو د پاره وی. په تيره بیا کومي پيسي چی د پوهنی او روزنی په لاره کی لګول کیږی، په حقيقت کی د راتلونکی د پاره پانګه اچونه بلل کیږی.

خو ددی تر څنګ دي ته هم پاملرنه شوی چی په وګړو باندی مالي فشارونه کم شي. دولت غواړي دخلکو څخه د9 ملیاردو یورو په اندازه کمه ماليه واخلی او همداشان دروغتيايی بيمی فيصدی هم راټیتیږی چي په دی توګه په روغتيايي بيمه کی دکار فرما په ونده کی هم کموالی راځی .

د آلمان د صدارت مانۍ، چېرته چې د آلمان اقتصاد د نجات لپاره خبرې وشوي
د آلمان د صدارت مانۍ، چېرته چې د آلمان اقتصاد د نجات لپاره خبرې وشويانځور: picture-alliance/ dpa

د اقتصادی تموجاتو د ودي د پاره بله برخه به دا وی چی هری کورنی ته به دماشوم په سر يو ځل 100 آيرو ورکول کيږی. په دی هيلي سره چی کورني به دغه پيسي خرڅوي. او دا هم په نظر کی دی چی که څوک خپل زوړ موټرله منځه يوسی او په همدی کال کی یو نوی موټر واخلی، نو هغه ته هم يو څه پيسي د دولت له خوا ورکول کيږی. په دی کار سره دولت غواړی چي د موټرو د صنايعو سره هم مرسته وشي. تر څو چي به دغه څانګه کی د کارځایونه له منځه ولړ نشی.

دآلمان په اتحادي پارلمان کی ددغه هیواد دمسيحي ډیموکرات ګوند دډلي مشر فولکر کاودر ددغه پلان څخه راضی ښکاری او وايی چي:

په مجموعي ډول سره دغه نوی پلان زموږ دهيواد دپاره دکار او داستقرار يو پلان بلل کیږی .خو داخبره هم دلته ديادونی وړده چی دغه پيسي بايد يو وخت بيرته هم ورکړ شی .او موږ بايد همدااوس دا فکر وکړو چی اخيستل شوي پورونه به څنګه بيرته ورکول کیږی .

دآلمان په اتلافي حکومت کی دبرخه والو ګوندونو لارښونکو مشرانو په دی هکله هم فکرونه کړی دی چی دتصديو دحمايي دپاره به څه چاری سنجول کیږی . خو دغه اقدامات به زياتره په دی ډول سره وی چی دتصديو دپاره ديورونو او دضمانت امکانات برابر شی نه داچی د تصديو چاری پخپله دولت په غاړه واخلی يا په بله ژبه تصدي دی دولتي شي .