1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګروسمن پاکستان ته د سفر اجازه تر لاسه نه کړه

۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي د چهارشنبې په ورځ د رویترز خبري اژانس ته وویل چي هیواد ئې د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي، مارک ګروسمن، ته ویلي دي چي په اوسني وخت کي نه شي کولای پاکستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/13lBv
د پلان له مخې په ګروسمن قطر او افغانستان ته هم سفر وکړي.
د پلان له مخې په ګروسمن قطر او افغانستان ته هم سفر وکړي.انځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکي په وروستیو کي د بل هر وخت په پرتله زیاتي ترینګلي شوي دي. دغه چارواکي دا روښانه نه کړه چي ولي پاکستان نه غواړي دغه هیواد ته د امریکا ځانګړی استازی، مارک ګروسمن، اسلام آباد ته ورشي.

د پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ اړیکي له هغه وروسته ډیرې ترینګلي شوې چي د تیر کال د نومبر د میاشتي په ۲۶ نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کي ۲۴ پاکستاني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

يو پاکستاني لوړپوړي دولتي چارواکي چي د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې له رویترز خبري اژانس سره خبري کولي، وویل: «ګروسمن وغوښتل چي پاکستان ته راشي خو موږ هغه ته وویل چي په اوسني وخت کي دا کار ممکن نه دﺉ.»

د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د اړیکو تړینګلتیا په افغانستان کي د سولي بهیر ته هم تاوان رسولی دﺉ. متحده ایالات غواړي د افغانستان جګړې ته د سولي له لاري د پای تکی کیږدي، او له دغه هیواد څخه خپل ځواکونه وباسي.

د پلان له مخي به امریکا او د ناټو نور غړي هیوادونه له افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري راوباسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري، هیلري کلنتن، د تیري چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي پاکستان او افغانستان ته د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، مارک ګروسمن، به قطر او افغانستان ته سفر وکړي.

پاکستان یوازي له خپلو نړیوالو ملګرو سره ستونزي نه لري. دغه هیواد په خپلو کورنیو چارو کي هم د لویو ستونزو سره لاس او ګریوان دﺉ. د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ تر منځ اړیکي د بل هر وخت په پرتله ډیري ټرینګلي شوي دي. د پاکستان پر ملکي دولت تور دﺉ چي د پوځ په وړاندي ئې د متحده ایالاتو څخه مرسته غوښتي ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم