1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او چین د نفتو د را ایستلو مهم سند لاسلیک کړ

۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

د لومړي ځل لپاره د آمو سیند د حوزې د نفتو د استخراج پر سر هوکړه وشوه. دغه هوکړه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کانونو وزیر، وحیدالله شهراني، او د CNPC چینايي شرکت د ریس تر منځ وشوه.

https://p.dw.com/p/13aZP
افغان چارواکې وایي افغانستان به له دغه تړون څخه ډیره ګټه ترلاسه کړي
افغان چارواکې وایي افغانستان به له دغه تړون څخه ډیره ګټه ترلاسه کړيانځور: DW

د هوکړې له مخې به د چین د ګاز او نفتو ملي شرکت له دغې حوزې څخه د ۲۵ کلونو لپاره نفت استخراجوي او کار به یې په راتلونکي اکټوبر میاشت کې پیلیږي. د کانونو د وزارت اټکلونه ښي چې په دې حوزه کې به شاوخوا ۸۷ ملیونه بیرله نفت موجود وي، خو ښایي دغه اندازه تر دې هم زیاته وي ځکه سروي یې څو لسیزي مخکې ترسره شوې ده.

د چین کمپنۍ چې یاد قرار داد یې ګټلی وايي تر یوي میاشتي پوري به دغلته خپل انجینیران او وسایل ځاي پر ځای کړي او په ا ټکلیزه توګه به ۴۰۰ ملیونه ډالر پکې پانګونه وکړي.

د کانونو وزیر، وحیدالله شهراني، وایي چې وړاندویني ښيي چې تر ۲۵ کلونو پوري به له دغه کان څخه افغان حکومت شاوخوا اوه ملیارده امریکايي ډالر تر لاسه کړي او په زرګونو اوزګار افغانان به د کار روزګار خاوندان شي.

د آمو دریا د نفتو حوزه د افغانستان په فاریاب او سرپل ولایتونو کې شتون لري کوم چې له امنیتي اړخه په انډولیز ډول ډیري ستونزي نه لري.

وحیدالله شهراني وایي چې د دغې نفتي حوزې څخه به د افغانستان ۶۵ سلنه د اړتیا وړ نفت، چې اوس یې له شمالي او شمال لویدیځو ګاونډیو ملکونو څخه واردوو تر لاسه شي:

«د دغه تړون څخه زمونږ یوه ګټه دا ده چې ۱۵ سلنه نفت به حکومت د حق المتیاز په توګه اخلي. دوهم دا چې د دغې پروژي ۷۰ سلنه خالصه ګټه افغان حکومت ته ورکول کیږي. بله ګته یې دا ده چې د چینايي کمپنۍ له عوایدو به مونږ د قانون په اساس مالیه هم اخلو. د دې سر بیره به یاده کمپنۍ د خپلو ودانیو کرایه هم حکومت ته ورکوي.»

افغان حکومت په ورته وخت کې د راتلونکو دوو کلونو لپاره چینايي شرکت دې ته هم ژمن کړی چې نفت په افغانستان کي تصفیه کړي او له دغه ځایه یې کورنیو او نړیوالو بازارانو ته واستوي. د افغانستان د کانونو د وزیر د وینا له مخې یاده چینایۍ کمپنۍ به د نفتو د استخراج تر څنګ په افغانستان کې اکتشافي کارونه هم پر مخ بوزي.

د چین د نفت او ګازو د ملي شرکت ریس، لو ګوانګ ژو، د تړون د لاسلیکولو پر مهال وويل چې ډیری چینايي شرکتونه لیواله دي ترڅو په افغانستان کي پانګونه وکړي خو دغه پانګونه امنیتي حالاتو ته په کتو سره تر سره کیږي.

د ښاغلي ګوانګ د وینا له مخې د آمو سیند د نفتي حوزې پر سر د کار له پیل کیدو سره به سم د افغانانو او هم چینایانو لپاره د کار زمینه برابره شي او افغان حکومت به وتوانیږي چې خپلي اقتصادي وړتیاوي لوړي کړي.

په وروستیو کې افغان حکومت د خپلو عوایدو د لوړولو په موخه ډیرې هلې ځلې پیل کړي دي او په دې ترڅ کې یې د افغانستان
د کانونو د استخراج په موخه کلک ګامونه اوچت کړي دي.

تیر کال د هندوستان او کاناډا دوه شرکتونه د افغانستان په شمال کې د ګازو او سرو زرو د قرار داد په تر لاسه کولو بریالي شول. تر هغې دمخه د چین یوې سترې کمپنۍ د عینکو د مسو د کان قرار داد تر لاسه کړی وو چې اوس پري عملا کار روان دی.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش