1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کروکر: ورستي بریدونه مذهبي جګړه نه شي لمسولای

۱۳۹۰ آذر ۱۹, شنبه

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، راین کروکر، ویلي چې د تیرې اونۍ خونړي بریدونه به په افغانستان کې د سني او شعیه مسلمانانو تر منځ زور زیاتې رامنځ ته نه کړي.

https://p.dw.com/p/13QPm
کروکر وايې افغانان به مذهبې جګړه پیل نه کړي
کروکر وايې افغانان به مذهبې جګړه پیل نه کړيانځور: picture alliance/dpa

تیره اونۍ په کابل او مزارشریف کې دوه چاودنې وشوې. په دغو چاودنو کې شاوخوا ۶۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه چاودنې په افغانستان کې د عاشورا د مراسمو د لمانځلو پر مهال وشوي. د پیښې وروسته په افغانستان کې د مذهبي جګړې د پیلیدو اندیښې رامنځ ته شوي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، راین کروکر، د شنبې په ورځ وویل چې که هر څوک د دغو بریدونو طراحان وې، هغوي د افغانانو ملاتړ د ځانه سره نه لري. هغه زیاته کړه دا چې مذهبې مشرانو پر افغانانو د آرامه پاتې کیدو غږ وکړ ښکاره کوي چې داسې پیښې په افغانستان کې مذهبي جګړه نه شي پیلولای.

د بریدونو پړه یوې پاکستانۍ ډلې پر غاړه واخیسته. تر دې وروسته بیا افغان ولسمشر وویل چې د پاکستان حکومت سره به په دې اړه جدي خبرې وکړي.

کروکر چې په پاکستان او عراق کې هم د متحده ایالاتو سفیر پاتې شوی وویل چې په رسمي توګه د لشکرې جنګوي لخوا د بریدونو تر سره کول نه شي تصدیقولای. هغه زیاته کړه چې لا تر اوسه داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښیې د حقاني شبکه دې د دغو بریدونو تر شا وي.

ستراتیژیک مشارکت:

متحده ایالات او افغانستان اوس د یوه داسې ستراتیژیک تړون پر سر د خبرو اترو په حال کې دي چې له مخې په یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا اړیکي تعریف شي. د کروکر په خبره افغانستان او امریکا د سترتیژیک تړون په ډیرو مادو سره موافقې ته رسیدلي دي. د هغه په وینا د تړون د لاسلیکولو لپاره کومه خاصه نیټه نه ده ټاکل شوې.

افغانستان ته د متحده ایالاتو سفیر همدا راز ویلي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان ګې یو شمیر بهرني ځواکونه میشت وي چې دنده به یې د افغان امنیتي ‎ځواکونو روزل وي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش