1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"بن کنفرانس هم د لاس وهني څخه د خوندي افغانستان ژمنه ور نه کړه"

۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبه

سره له دې چي د افغانستان په باب د بن په نړيوال کنفرانس کي نړيوالي ټولني له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته دغه هيواد ته د اوږد مهاله همکاريو ډاډ ورکړ، خو يو شمير شنونکي بيا دغه ژمني د تيرو کنفرانسونو تکرار بولي.

https://p.dw.com/p/13OAg
«د پاکستان او ايران د لاسوهني په اړه لاهم د افغانانو انديښني پرځای پاته شوې.»
«د پاکستان او ايران د لاسوهني په اړه لاهم د افغانانو انديښني پرځای پاته شوې.»انځور: DW

د افغانستان په مشرۍ، د آلمان په کوربه توب او د وزيرانو په کچه د ۶۸هيوادونو او ۲۵ سيمه ييزو او نړيوالو سازمونونو په ګډون د بن په نړيوال کنفرانس کي افغانستان او نړيوالي ټولني په رسمي توګه موافقه وکړه، چي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د سياسي چارو شنونکی محمد اجمل هوډمن وايي سره له دې، چي د بن کنفرانس د افغانانو هغه انديښنه لري کړه، چي ګويا له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره سم به نړيوال يو ځل بيا افغانستان يوازي پريږدي، خو په دغه هيواد کي د بهرنيو هيوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان او ايران د لاسوهني په اړه لاهم د افغانانو انديښني پرځای پاته شوې.

ښاغلي هوډمن په کابل او مزار شريف ښارونو کي د سه شنبې ورځي بريدونو ته په اشارې سره وويل: په کابل ښار کي د عاشورا پر مراسمو د ځانمرګي بريد مسئوليت د لښکر جهنګوي په نوم سخت دريځي مذهبي ډلي پر غاړه واخيست.

د هوډمن په وينا په پاکستان کي دغه راز سخت دريځي اورپکي ډلي ددغه هيواد د څارګري اداري يا ISI له خوا رامنځته شوي دي.

دی وايي، دغه بريد او په بن کنفرانس کي نه ګډون، پاکستان نړۍ وننګوله چي د افغانستان په باب مهمو مشورو کي بايد و پوښتل شي.

«په دې بريد کي د پاکستان لاس ځکه دئ، چي د بن په کنفرانس کي يې ګډون ونه کړ، او په نړيواله کچه داسي ذهنيت رامنځته شو، چي گويا دغه هيواد په يوه انزوا کي راغلی دئ، خو پاکستان په دې کار سره يو پيغام ورکړ، چي که خبره مو ونه منل شي نو موږ به په افغانستان کي د افغانانو ا و نړيوالو عسکرو د وژلو سبب کيږو.»

ليکوال او ژورناليست عاشق الله يعقوب بيا د بن په کنفرانس کي د افغان حکومت او نړيوالي ټولني ترمنځ ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او وايي دغه کنفرانس هم د هغو تيرو کنفرانسونو لړۍ ده، چي ژمني يې د کاغذ پر مخ پاته شوي دي.

«نړيوالو په دغه کنفرانس کي د افغانستان ګاونډيو (پاکستان او ايران ) ته په ډاګه نه کړه چي په افغانستان کي لاسوهنه به يې د دوئ په کورنيو چارو کي لاسوهنه وي.»

خو په حقوقي چارو کي د افغان ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی بيا دې څرګندونو ته په ځواب کي وويل: په بن کنفرانس کي د نړيوالو ژمنو وښوده چي دا وار افغانستان له پامه نه غورځول کيږي.

«که چيري نړيواله ټولنه دا ځل پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، دوئ پوهيږي چي افغانستان به دنيا ته يو ستر خطر شي.»

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل