1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بن په غونډه کي نړيوالو څه وویل

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

د بن په غونډه کې د افغانستان يو شمېر گاونډيو هیوادونو په خپلو وينا و کي خپل وړانديزونه او دريځونه څرگنډ کړل. د ايران د بهرنيو چارو وزير وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون د منلو وړ نه دی.

https://p.dw.com/p/13MtU
د بن کنفرانس تالار
د بن کنفرانس تالارانځور: dapd

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسئولي، کترين اشتون، د بن په نړيوال کنفرانس کي له افغانستان سره د اروپايي ټولني اوږد مهال تعهد اعلان کړ. کترين زياته کړه چي اروپايي کمېټه به د افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغي په عين حال کي پر افغان حکومت ږغ وکړ چي د اداري فساد په وړاندي مبارزې ته دوام ورکړي او د دولت دارۍ په برخه کي اصلاحات روالي.

د روسيي د بهرنيو چارو وزير بيا د بن په کنفرانس کي د افغانستان د امنيتي وضعيت په هکله خپله انديښنه څرګنده کړه.
سرگي لاوروف وويل، نړيواله ټولنه د افغانستان په هکله د خوشبينۍ کوم خاص دليل نه لري.

هغه زياته کړه، چي اوس هم په افغانستان کي ډيري چاودني کيږي او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي د هري ورځي په تيريدو امنيت د خرابېدو په حال کي دئ.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن، هم د بن په کنفرانس کي له افغانستان سره د خپل اوږد مهال تعهد اعلان وکړ.

هغي وويل، چي هيواد يې يو وار بيا په نړيوال بانک کي د افغانستان د بيا رغوني بودجې ته د پيسو استول پيل کړي دي.
کلينټن زياته کړه، چي متحده ايالات به په نړيوال بانک کي د افغانستان د بيا رغوني بودجي ته هر کال ۷۰۰ ميليونه ډالر ورکړي.

کلنټن همدا راز د بن په کنفرانس کي د پاکستان د نه ګدون له امله خپګان وښود. کلنټن وويل چي د افغانستان په نا امنه کيدو سره به په ټوله سيمه کي امنيتي حالات خراب شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير، علي اکبر صالحي، د افغانستان په هکله د بن په نړيوال کنفرانس کي وويل، چي د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون د منلو نه دئ.

هغه وويل چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون د دغه هيواد له امنيت سره کومه مرسته نه سي کولای. صالحي زياته کړه چي په افغانستان کي بايد امنيت خپله افغانان وساتي.

«افغانستان بايد د ګاونډيو هيوادونو سره خپلي اړيکي لا پياوړي کړي.» هغه وويل چي هيواد به يې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير هم د بن په کنفرانس کي د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړاعلان کړ. هغه په دغه هيواد کي تروريستي بريدونه وغندل. دغه هيواد همدار راز په افغانستان کي د سولي له بهير څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د چين د بهرنيو چارو وزير، يانګ جي چي، د بن په نړيوالو کنفرانس کي د افغانستان د ملاتړ په باب له نړيوالي ټولني سره خپله همغږۍ اعلان کړه.

هغه وويل چي هيواد يې د افغانستان د بيارغوني او ثبات له پاره د دغه هيواد حکومت او نړيوالي ټولني له پاره يوه پنځه فقره يي برنامه اعلانوي، چي په هغې کي د افغانستان د بيا رغاوني او ثبات له پاره مرستي، د افغان امنيتي ځواکونو روزل، د سولي د پروسي د پر مختګ شرايط برابرول، د افغانستان د بيا رغاوني له پاره د مرستو دوام او د افغانستان د بهرنيو چارو تنظيم پکښي شامل دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله  زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل