1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي چارواکي: د پاکستان په اجازه پر سيمه بريد سوی وو

۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعه

امريکايي چارواکي وايي، چي پاکستان د هغو عملياتو د تر سره کولو اجازه ورکړې وه، چي ۲۴ پاکستاني پوځيان پکښي ووژل شول.« هغه چارواکو چي د عملياتو د ترسره کولو اجازه ئې ورکړې وه، نه ول خبر چي په سيمه کي ئې پوځيان شتون لري.»

https://p.dw.com/p/13LDX
د افغانستان سرحد ته څېرمه د پاکستاني پوځ يوه پوسته
د افغانستان سرحد ته څېرمه د پاکستاني پوځ يوه پوستهانځور: picture alliance / landov

د تيري اونۍ بريد په پاکستان کي د عامه خلکو په منځ کي اختشاش رامنځ ته کړ. د دغه بريد په وړاندي د عکس العمل په توګه پاکستان د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کي د نه ګډون پريکړه وکړه.

اوس امريکايي چارواکو د دغي پيښي په اړه خپل لومړني معلومات وړاندي کړي دي. والستريت ژورنال د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي دي، چي امريکايي کوماندويي ځواکونه د افغان ځواکونو سره د طالبانو د تعقيبولو په حال کي ول، چي پر هغوئ د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کي بريد وشو.

امريکايي کوماندو وايي، چي وروسته تر هغه چي پر دوئ ډزي وشوې دوئ فکر وکړ چي د ياغيانو لخوا تر بريد لاندي راغلي. خو په اصل کي هغه د پاکستاني ځواکونو لخوا، چي په سيمه کي يې يوه موقتي پوسته جوړه کړې وه، تر سره شوی وو.

معلومات ښيي، چي وروسته تر هغه امريکايي ځواکونو د هوايي مرستي غوښتنه وکړه او د پاکستاني چارواکو سره په تماس کي سول ترڅو معلومه کړي چي ايا په سيمه کي پاکستاني سرتيري شتون لري او که نه.

امريکايي ځواکونو په سيمه کي د پاکستاني پوځيانو د شتون په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره د افغانستان، پاکستان او امريکا يو مشترک سرحدي کمېسيون ته مراجعه وکړه.

په دغه کمېسيون کي د پاکستان استازو امريکايانو ته وويل چي په سيمه کي کوم پوځي شتون نه لري او په دې ترتيب سره ئې د هوايي بريد له پاره زمينه مساعده کړه.

کله چي بريد تر سره شو معلومه شوه چي په سيمه کي ۲۴پاکستاني سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. متحده ايالاتو دغه پيښه تراجيدي بللې او په دې اړه ئې هراړخيزي پلټني پيل کړي دي. خو دغه هيواد لا تر اوسه په رسمي توگه له پاکستان څخه بخښنه نه ده غوښتې.

متحده ايالات ډيري وخت په پاکستان کي د خپلو عملياتو په اړه د دغه هيواد چارواکو ته له مخکي خبر نه ورکوي، ځکه بيره لري چي د عمليات جزييات به افشا شي.

دا لومړی رپوټ دی، چي د پيښي په اړه خپريږي. امريکايي چارواکو ويلي دي چي د عملياتو په جزييات کيدای شي د نورو معلوماتو په ترلاسه کولو سره بدلون راشي.

د پيښي په اړه يو پوره هر اړخيز رپورټ به د روان کال د دسمبر د مياشتي په ۲۳خپور شي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل