1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او هندوستان سره نږدې کیږي

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

د پاکستان او هندوستان ولسمشرانو د سارک د غونډې په حاشیه کې سره ولیدل. هغوی د غونډې وروسته د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلونکې په اړه هیله څرګنده کړه. کارپوهان وایي دواړه هیوادونه د ترهګرې سره د مبارزې له کبله نږدې شوې دي

https://p.dw.com/p/139dQ
پاکستان او هندوستان تر اوسه درې وارې د یو بل سره جګړه کړې ده
پاکستان او هندوستان تر اوسه درې وارې د یو بل سره جګړه کړې ده

په وروستیو کې د پاکستان او هندوستان په اړیکو کې ښه والی راغلی. پاکستان خو آن هندوستان د تجارت لپاره تر ټولو غوره ملت نومولی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د هندوستان او پاکستان لمړي وزیرانو په مالدیف کې د سارک د غونډې په حاشیه کې سره ولیدل. تر غونډې وروسته د دواړو هیوادونو مشرانو په راتلونکې کې د خپلو اړیکو د ښه کیدو هیله څرګنده کړه.

ځینې کارپوهان په دې آند دي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ وروستۍ غونډه په ښه فضا کې تر سره شوې. د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند عمومي منشي، هاشم بابر، باور لري چې د دغې غونډې د ښه پرمختګ لویه وجه دا ده چې د پاکستان او هندوستان د خپلمنځیو لانجو سربیره، اوس یوه بله ستونزه هم رامنځ ته شوي چې دواړو هیوادونو ته تاوان رسوي. د هغه په خبره دغه د ترهګړۍ ستونزه ده.

هاشم بابر وایي چې پاکستان او هندوستان باید خپلمنځي شخړو ته د سولې له لارې د پاې ټکی کیږدي. بابر زیاتوي چې ترهګري داسې یوه ستونزه ده چې پاکستان، هندوستان او یا هم افغانستان یې په یواځې سر له منځه نه شي وړاي:

«د ترهګرې ستونزه د ټولي سیمي ستونزه ده. هندوستان، پاکستان او افغانستان بیا داسې هیوادونه دي چې په مستقیمه توګه د ترهګرۍ تر اغیزې لاندې راځي.»

د بابر په وینا اوس په سیمه کې لویه ستونزه ترهګري ده او د سیمې هیوادونه باید د دغې شخړې له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکړي.

تیره میاشت افغانستان له هندوستان سره داسې یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ چې تر دې واړندې یې په سیمه کې له کوم بل ګاوندي هیواد سره نه وو لاسلیک کړی. پاکستان بیا دغه تړون اندیښمن کړی او دا ویره لري چې ګواکې هندوستان به په افغانستان کې خپل نفوذ پیاوړی کړي.

بابر دغې موضوع ته اشاره کوي او وایي چې تر اوسه پورې داسې کوم شواهد نشته چې هندوستان دې افغانستان کې د پاکستان د ګټو پر ضد کوم ګام اخیستی وي. هغه زیاتوي چې اصلي خبره دا ده چې دواړه هیوادونه پر یو بل باندې ډیر شکونه لري او دغه شکونه باید له منځه یوړل شي.

بابر وایي چې پاکستان هم باید د هندوستان په څیر د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي او په دغې برخه کې له هندوستان سره رقابت وکړي.

ځینې کارپوهان باور لري چې متحده ایالات کوښښ کوي ترڅو د پاکستان او هندوستان تر منځ په اړیکو کې ښه والی راشي. بابر هم دغې موضوع ته په کتو سره وایې چې ښایې امریکا دغه کار افغانستان کې د سولې د راوستلو په موخه تر سره کوي.


پاکستان او هندوستان وروسته له هغې چې په ۱۹۴۷م کال کې د انګلستان څخه خپلواکۍ ترلاسه کړه، تر اوسه پورې درې وارې جګړه کړې. دواړه هیوادونه اټومي وسلې هم لري.

سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش