1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وريښمو لاره د افغانستان د ژغورنې لاره

۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعه

د وریښمو لار چې یو وخت د افغانستان لپاره د عاید یوه لویه سرچینه بلل کیده اوس د سوداګرو پر مخ تړلي ده. په وروستیو کې د دغې لارې د بیا پرانستلو او په مدرن ډول جوړولو هلې ځلې په نړیواله کچه پیل شوي دي

https://p.dw.com/p/12rsR
ډیری کارپوهان د وریښمو د لاري بیا پرانستل د افغانستان د ستونزو د حل لار بولي
ډیری کارپوهان د وریښمو د لاري بیا پرانستل د افغانستان د ستونزو د حل لار بوليانځور: picture alliance/dpa

د وريیښمو لرغونې لاره د اروپا، هند او چین تر منځ څو پیړۍ د سوداګرۍ اړیکې ټینګې کړې وې خو وروسته بیا د سیمی واکمنانو له سوداګرو په زور محصول اخیسته چې هسپانوي او پرتګالي سوداګرې یې دې ته اړ کړل ترڅو له هند او چین سره د سمندر له لارې سوداګرۍ پیل کړه.

اوس د ورییښمو د لرغونې لارې نوم بیا راژوندی شوی. کار پوهان وایې چې که چیری دا لاره بیرته په عصری ډول جوړه شي نو له اروپا څخه  به په دیره ارزانه بیه آسیا ته مالونه واستول شی.

پروفیسور فریدریک ستار چې په واشنګتن کې د جانز هوپکینز په پوهنتون کی د منځنی آسیا او قفقاز د انستیتوت رییس دی د وریښمو د لرغونی لارې د اهمیت په اړه وایې چې دغه لار د سوداګرو له لورې د ۲۰۰۰ کلونو لپاره کارول شوې ده.

 پروفیسور ستار یادونه کوي چی په شلمه میلادی پیړۍ کې د شوروي اتحاد د افغانستان لاری ګاونډیوهیوادونو ته بندی کړې. ستار زیاته وي چې د امریکایې ځواکونو له خوا د طالبانو د رژیم د ړڼګیدو وروسته د وریښمو لار یو ځل بیا د نړیوالو پر مخ پرانستل شوه. د هغه په وینا د وریښمو د لارې پارنستل ښایي د سپتمبر د یولسمې پیښې یوه غیر قصدي، خو ډیره مهمه پایله وي.

څلور کاله مخکې پریدریک ستار د وریښمو د نوي او عصري لارې په هکله خپل لومړی کتاب خپور کړ. له هغه وخت څخه را په دې خوا نوموړی د خپل فکر لپاره تبلیغ کوي. د هغه د محاسبې له مخې که چیرې د چین د لیانیونګ ګانګ څخه د منځنی آسیا له لارې د هالند روتردام ته مالونه د ځمکی له لاری ولیږدول شي او یا بیرته صادر شي نو کابو ۱۱ ورځي وخت به ونیسی خو په اوسني وخت کې د دغه کار لپاره له ۲۰ تر ۴۰ ورځو پوری وخت پکار دی.

هغه همداراز ویلي دي چې د وریښمو د لارې په جوړیدو سره به همداراز ترانسپورتي لګښتونه یو پر درې  لږ شي. د پروفیسور ستار په اند په اوسني وخت کې د دغې لارې کمبود د افغانستان او منځنی آسیا ترمنځ سړکونو او د اورګادو د لارو جوړلو سره پوره کیږی. د ستار په اتکل د وریښمو د لارې په جوړیدو سره به د آسیا او اروپا ترمنځ تجارت اتیا سلنه وده وکړي.

افغانستان د طبیعی زیرمو له درکه یو شتمن هیواد ګڼل کیږي. د متحده ایالاتو د پوځ د اټکلونو له مخې په افغانستان کې د یو بلیون یا زر ملیارد ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې پرتي دي. خو پرفیسور فرید ریک استدلال کوي چې د دغو  زیرمو سر بیره  په زړه پورې اقتصادی لارې چارې دا هیواد له اوسني حالت څخه ژغورلی شي.

پروفیسور برید ریک وایې چې په افغانستان کې د طبیعي زیرمو او د زراعتي موادو څخه د ښی استفادي لپاره باید مدرنه ترانسپورتي امکانات برابر شي.

ځینی کسان د افغانستان د وریښمو د لارې جوړلو کټو ته د شک په سترګو کوري. دغه کسان باور لري چې د دغې ترانسپورتي لاري په جوړیدو سره به چین، روسیه، ایران، پاکستان، هند او نور هیوادونه ګټه واخلي. دوی استدلال کوي چې متحده ایالات به د نورو هیوادونو د ګټي لپاره په افغانستان کې د لارو د جوړلو لوی لګښتونه په غاړه وا نه خلي. خو ستار وایې چې د افغانستان ګاوندي هیوادونه کیدای شي د دغو لارو په جوړیدو سره افغانستان سره خپلې دښمني پریږدي چې له دې سره به امریکا هم له دغه بهیر څخه ګټه واخلي.

د وریښمو د لارې جوړول په منځمهاله توګه د امریکا متحده په ګټه هم ده. د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلینتن، د وريښمو د لارې د بیرته ژوندې کولو لپاره په نیویارک کی د ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د یوې غونډی مشری په غاړه درلوده. دغه غونډه د « د وریښمو نوی لاره» تر نوم لاندې د روان کال په سپتمبر میاشتې کې جوړه شوي وه چې په کې د افغانستان او د هغه د ګاوندی هیوادونو استازو هم ګډون درلود.

پروفیسور فرید ریک ستار د وریښمو د لارې بیا ژوندې کول د افغانستان د ډیری ستونزو د حل لاره بولي. هغه په افغانستان کې د ښکیلو هیوادونو څخه غواړي چې د دغې لارې پرانیستل د خپلو سیاستونو هسته وګړځوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش