1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ۳۰ تنو افغان اورپکو د وژلو ادعا کوي

۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبه

د پاکستان پوځ نن « دوشنبه » ويلي دي، چي پاکستاني سرتيرو تيره شپه ۳۰ تن افغان اورپکي چي د پولي څخه ور اوښتي ول په يوه بريد کي وژلي دي. چارواکو دغه راز ويلي، چي دغو وسله والو غوښتل د پاکستان پر پوځ بريد وکړي.

https://p.dw.com/p/12oyg
د افغانستان او پاکستان سرحد
د افغانستان او پاکستان سرحد

د تيري شپې دغه بريد ښايي د افغانستان او پاکستان ترينګلي اړيکي لاپسي ترينګلي کړي. دغه دواړه هيوادونه پر يو بل هميشه دغسي تورونه لګوي، چي د پولي د يوي او بلي خوا د اورپکو له خوا دغسي بريدونه تر سره کيږي.

 

پاکستاني چارواکو ويلي، چي دغي نښتي چي شاوخوا يو ساعت يي دوام وکړ، يو پاکستاني سرتيري وژل سوی او څلور تنه نور ټپيان سوي دي. خو د آزادو سرچينو له خوا دغه پيښه نه ده تايد سوې.

 

يو چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط ويلي:« دغه پيښه د اپردير، په بره ول بانډه کي تر سره سوې. د پاکستان پوځ دغه بريد پر شاه تمبولی.»

 

د برول بانډه د افغانستان پولي سره ګډه پوله لري او د پلازمېني اسلام آباد څخه د ۲۰۰ کلوميترو په واټن پرته ده.

 

د دواړو هيوادونو تر منځ د روان کال د سپتمبر پر ۲۰ نيټه د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني تر وژل کيدو وروسته اړيکي تر خپلي وروستۍ کچه ترينګلي سوي.

 

د افغانستان له لوري د پاکستان استخباراتي شبکه په دې تورنه سوې، چي د رباني په وژنه کي يې لاس درلود، خو پاکستان بيا په کلکه دا تورونه ردوي او وايي، چي په دغه پيښه کي يي کوم لاس نه درلود.

 

پاکستان په نږدې وختونو کي افغانستان په دي تورن کړي چي پولي ته څيرمه يي اورپکو ته خوندي ځايونه ورکړي.

 

د افغانستان ولايتي چارواکي بيا وايي چي د روان کال د سپتمبر د ۲۱ نيټي څخه تر ۲۵ نيټي پوري د پاکستان پوځ د کونړ او نورستان پر ولايتونو په سلګونو توغندي توغولي دي. دغه دواړه ولايتونه د پاکستان سره اوږده پوله لري.

 

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي:نجيب الله زيارمل