1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکې: عبدالجبار ثابت مافیایی ډلو تښتولی

۱۳۹۰ مهر ۱۶, شنبه

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایې چې دوي د پخوانی لوی څارنوال، عبدالجبار ثابت، د خلاصون هڅي اوس د ولایت په کچه پراخې کړي دي. ثابت د جمعې پر ماښام «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۷ مه» د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو

https://p.dw.com/p/12o9F
د افغانستان پخوانی لوی څارنوال
د افغانستان پخوانی لوی څارنوالانځور: DW

عبدالجبار ثابت تیره ورځ مازدیګر «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۷ مه» د  کابل د خاک جبار ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول سو. ثابت په خټه افغان دی خو هغه د امریکا متحده ایالاتو تابیعت هم لري.

ښاغلي ثابت د خپل لنډ ماموریت پرمهال د ځینو ځواکمنو کسانو خلاف د دوسیو په جوړولو ځانته لوی غلیمان موندلي وو خو لږ موده وروسته له دندې  ګوښه کړای سو.

د لوګر امنیه قوماندان، جنرال روغ لیوني، دویچه ویلي ته وویل چې عبدالجبار ثابت د سقاوې له دښتې څخه کله چې په موټر کې سپور وو او غوښتل یې له خپلو پلرنیو ځمکو لیدنه وکړي د څو تنو وسله والو له لوري چې موټر سایکلونه او یو کوچنی موټر ورسره ول له خپل چلونکی سره یو ځای  تښتول سوی دی.

ځیني داسې رپورټونه شته چې ثابت د لوګر ولایت په لور وړل سوی دی. لوګر له میدان وردګو سره ګډه پوله لري او امنیتي حالت یې هم ډیر ډاډمن ندي.

د لوګر د پولیسو مشر وایې کله چې دوي ته د ثابت د تري تم کیدو راپور را ورسید نو سمدلاسه یې لویو لارو ته اضافي پولیس راوایستل او هغه سیمي چې ګمان کیږي نوموړی په کې پټ کړای شوای وي تر سختي تلاشۍ لاندي نیول سوي دي.

په داسې حال کې چې ځيني کسان وایې چې ثابت کیدای شي د برمته کیدو وروسته د میدان وردګو ولایت په لوري وړل سوی وي خو د لوګرو د پولیسو مشر بیا وایې چې دوي تښتونکي پیژندلي. د هغه په وینا بښتونکي د یوي مافیایې کړۍ غړي دي چې مخور کسان، سوداګر او د حکومت تړاوه کسانو په تښتولو کې لاس لري او تر دې دمخه یې هم څو څو ځله په ورته جرمي اعمالو لاس پورې کړی دی.

د سیمې خلکو ویلي چې کله وسله والو کسانو ثابت له موټره کوز کړ نو سمدلاسه یې هغه یو بل صرف ډوله موټر ته ور پورته کړ او له ځان سره یې یوړ. هغوي زیاتوي چې د تښتونکو شمیره ۶ کسانو ته رسیده چې سپکې وسلي هم ورسره وي.

د لوګر ولایت د امنیه قوماندان، جنرال روغ لیونی، وایې چې که ښاغلی ثابت لوګر ته د خپل سفر په اړه پولیسو ته مخکنۍ اطلاع ورکړي وای نو دا پیښه به نه وای رامنځ ته سوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش