1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړونکي: کرزی هم د هدفي وژنو په نوم لړ کي دی

۱۳۹۰ مهر ۱۴, پنجشنبه

پر افغان جمهور رئيس حامد کرزي په تيرو لسو کلونو کي پينځه واري مرګوني ګزارونه سوي. تيره ورځ د افغانستان استخباراتي ادارې د هغې د سيسې څخه پرده پورته کړه، چي ويل کيږي يوې شپږ کسيزي ډلي غوښتل ولسمشر کرزی له مينځه يوسي.

https://p.dw.com/p/12mnM
پر کرزي باندي د لومړي بريد تصوير. ۲۰۰۵ کال د سپتمبر ۵ کندهار ولايت
پر کرزي باندي د لومړي بريد تصوير. ۲۰۰۵ کال د سپتمبر ۵ کندهار ولايتانځور: AP

ددغه ترهګريز پلان څخه پر داسي مهال خبري کيږي، چي په افغانستان کي له تير يوه کال راهيسي د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.

ځيني شک کوي چې په دغه لړۍ کي يو شمير محدود او په يوه ځانګړي خوځښت پوري تړلي کسان په نښه کيږي. خو کله چي د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی په کندهار کې ترور سو دا بربنډه سوه، چي د هدفي وژنو پلانونکي حتي د ولسمشر په کورنۍ پسې هم ګرځي.

د امنيتي چارو مبصرين په دې باور دي، چي د ولسمشر  کرزي له مينځه وړل که څه هم اسانه کار ندی خو دښمن هڅه کوي، چي په هرډول چي کولای سي پر نوموړي ګزار وکړي.

د افغانستان د استخباراتو متقاعد جنرال الله يار بابکرخيل په دې باور دی، چې پر ولسمشر باندي حتي د ناکامو حملو اغيز هم د هيواد پرسياسي حالاتو ډير ژوردي.

ځکه که چيري پر ولسمشر کومه ناکامه حمله هم وسي دا ښيي، چي ملک په کوم حد کي نا امنه او امنيتي ارګانونه ناتوانه دي.

ښاغلی بابکرخيل وايي، د افغانستان جګړه اوس پيچلي حالت ته ننوتې، چې دښمن هڅه کوي ډير کليدي مشران او حتي د ولسمشر د ترور دسيسې جوړي کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی، چي د ارګ په ماڼۍ کې ژوند کوي، تر استوګن ځايونو يې  څو امنيتي کمربندونه را تاو سوي دي.

په افغان ولسمشر حامد کرزي پينځه ځله بريدونه شوي.

په ۲۰۰۸ کال کي د مجاهدينو د بريالي توب په جشن کي په کابل کي ورباندي د هوانونو او ماشين ګڼو ډزي وسوې.

ترهغه دمخه په ۲۰۰۷ کال کي افغان ولسمشر حامد کرزي، د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کي له قومي مشرانو سره په يوه غونډه کي وو، چې شاوخوا دولس توغندي د  غونډي سيمې ته ور وتوغول سول، ځيني توغندي د غونډي په دوه سوه مترۍ کې  ولګيدل خو نه ولسمشر کرزي او نه هم د هغه ساتونکو ته زيان ورسيدي.

ترغزني دمخه په ګرديز کي د ولسمشر کرزي پر چينوک ډوله الوتکه ډزي وسوې او نوموړي ګرديز ښار ته له تګ څخه منصرف سو او بيرته د کابل پر لور روان سو.

تر هغه دمخه په کندهار کې  يوه تن چي پوځي جامې يې په تن ويې پر ولسمشر کرزي ناکامه وسله واله حمله وکړه خو بريدګر د ولسمشر د امريکايې ساتونکو له لوري ووژل سو.

متقاعد جنرال بابکرخيل په دې نظر دی، چي پر جمهور رئيس کرزي باندي ښايي د بريدونو لړۍ لا هم دوام پيدا کړي.

نوموړی وايي، ترهګر غواړي چې د افغانستان د مشرتابه کړۍ په له مينځه وړلو سره په افغانستان کې د مشرتابه په برخه کي ستونزي وزيږوي، چي په دې کار سره به هغوی وکړای سي، چې خپلو موخو ته، چي د ديموکراتيک نظام ړنګول دي لاس ومومي.

ځکه وسله والو زور پالو د روان کال په سر کي اعلام وکړ، چي د دوی د بريدونو اصلي موخه افغان کليدي مشران دي.

په دغه لړ کي وروستۍ قرباني د سولي د عالي شورا ورکړه. د دغې شورا مشر برهان الدين رباني څه کم يوه مياشت دمخه په کابل کي په خپل کور کي په يو ځانمرگي بريد کي ووژل سو. ددې بريد پړه پر طالبانو اچول کيږي. خو هغوی دا خبره تر اوسه نه ده منلې.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل