1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او افغانستان ستراتيژيک تړون لاسليک کړی

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د هندوستان صدراعظم، من موهن سينګ، د سې شنبې په ورځ وويل، چي هيواد يي له افغانستان سره يو ستراتيژيک تړون لاسليک کړی دی، چي له مخي به يې د دواړو هيوادونو اقتصادي او امنيتي اړيکي لا په سي پراخي سي.

https://p.dw.com/p/12lee
ولسمشر حامد کرزی او لومړی وزير من موهن سينگ
ولسمشر حامد کرزی او لومړی وزير من موهن سينگانځور: dapd

سينګ د حامد کرزي سره په نوي ډهلي کي دغو موافقو ته رسيدلی دی. دغه کار به د پاکستان بدګمانۍ لا پسي ډيري کړي. پاکستان نه افغان حکومت ته د رباني د وژلو په اړه څېړنو ککی د همکارۍ څخه ډډه کړې.

 

د افغانستان او هندوستان تر منځ دغه تړون په خپل ذات کي لومړنی داسي تړون دی، چي افغانستان يي د خپلو ملګرو هيوادونو سره لاسليک کوي، ترڅو په 2014 کال کي وروسته له هغي چي بهرني ځواکونه ددغه هيواد څخه ووزي، افغانستان لا د خپلو ملګرو ستراتيژيک ملاتړ د ځان سره ولري.

 

سينګ ويلي چي دغه تړون د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اړيکو اهميت يو ځل بيا روښانه کړ:

 

«زما او د ولسمشر حامد کرزي ترمنځ سويو پريکړو يو ځل بيا پردې خبري د ټنگار نښانه ده چي د افغانستان او هندوستان تر منځ قوي ملګرتيا څومره اهميت لري.»

 

سنګ همداراز ويلي دي، چي د افغانستان او هندوستان تر منځ نوی ستراتيژيک تړون اقتصادي او پوځي همکارۍ، فرهنګي او اجتماعي راکړه ورکړي تر پوښښ لاندي نيسي.

 

د افغانستان او هندوستان مشرانو همدا راز دوه نور جلا تړونونه هم لاسليک کړل، چي له مخي به يي د انرژۍ او کانونو په برخه د دواړو هيوادونو اړيکي لا پياوړي سي.

 

هندوستان او پاکستان په داسي حال کي دغه ستراتيژيک تړون لاسليکوي، چي د پاکستان سره د افغانستان اړيکي تر بل هر وخت ترنګلي دي. کرزي پر پاکستان تور لګولی، چي د ياغيانو څخه ملاتړ کوي او دا چي د دغه هيواد استخباراتي اداره د افغانستان د سولي د عالي شورا د مشر، برهان الدين رباني، په وژلو کي لاس لري.

 

«افغانستان د هغو خطراتو څخه با خبره دی، چي سيمه ورسره د تروريزم او راديکاليزم چي د سياسي اهدافو ته د رسيدو په موخه ورڅخه کار اخستل کيږي، مخامخ دي.»

 

که څه هم افغانستان پر پاکستان د دغه هيواد په ناامنيو کي پرلاس وهلو تور لګوي، خو پاکستان بيا تل مدام دغه تورونه رد کړي او ويلي يي دي، چي دغه هيواد په خپله د تروريزم قرباني دی.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيامل