1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برهان الدين رباني ژوند ليک

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

رباني د جميعت اسلامي د ډلي مشر، د ملي اتحاد او د افغانستان د نجات لپاره د ملي جبهي مشري پر غاړه درلوده. د افغانستان د نجات لپاره ملي جبهه په افغانستان کي د جهادي ډلو يو اتحاد وو چي د طالبانو په وړاندي يي جګړه کوله.

https://p.dw.com/p/12d4L
برهان الدين رباني
برهان الدين ربانيانځور: picture-alliance / dpa

رباني د 1992 څخه تر 1996 کاله د افغانستان ولسمشر پاته سوی و. د هغه حکومت د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ د ډيرو هيوادونو لخوا په رسميت پيژندل سوی و.

 

رباني د محمد يوسف زوی، په 1940 کال کي د افغانستان په بدخشان ولايت کي زېږېدلی. لومړی زده کړي يې هم هلته کړي او وروسته يې په کابل کي ديني زده کړي.

په 1986 کال کې رباني د امریکا د وخت ولسمشر، رونالد ریګن سره د خبرو اترو پر مهال
په 1986 کال کې رباني د امریکا د وخت ولسمشر، رونالد ریګن سره د خبرو اترو پر مهالانځور: AP

 

رباني په کابل کي د «ابو حنيفه په دارالعلوم شريعه» کي ديني زده کړي کړي. په ابو حنيفه کي د زده کړو له ختمولو وروسته، د کابل پوهنتون ته لاړ او هلته يي ديني زده کړي پيل کړي.

 

د هغو څلورو کلونو په ترڅ کي چي رباني د کابل په پوهنتون کي تيرکړي، د اسلام په اړه د خپلو کارونو له وجي ډير مشهور سو.

 

رباني په 1963 کال کي د کابل پوهنتون څخه فارغ، او لږ موده وروسته په همدغه پوهنتون کي د ښونکي په ټوګه وګمارل سو.

 

رباني د لوړو زده کړو لپاره په 1966 کال کي مصر ته ولاړ او هلته يي په ال اظهر پوهنتون کي اسلامي زده کړو ته ادامه ورکړه. هغه خپله ماستري په اسلامي فلسفه کي تر لاسه کړه.

 

په 1968 کال کي رباني افغانستان ته ستون سو. په دغه وخت کي د جميعت اسلامي عالي شورا رباني ته د کابل د پوهنتون د محصلانو د تنظيمولو دنده ورکړه.

 

په 2001 کال کې ربانې د ولسمشر کرزی د لوړي پر مهال
په 2001 کال کې ربانې د ولسمشر کرزی د لوړي پر مهالانځور: AP

 

د جميعت اسلامي عالي شورا رباني د خپل نفوذ او اسلامي زده کړو له امله په 1968 کال کي د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکه.

 

رباني د 1974 کال په دوبي د کابل يوهنتون څخه د نورو زده کړيالانو په مرسته په تښته بريالی سو، چي پوليسو يې د نيولو هڅه کوله.

 

رباني تر هغه وروسته د پاکستان څخه خپله ډله د افغانستان د حکومت په وړاندي رهبري کوله.

 

رباني بيا وروسته د جهادي ډلو د نورو مشرانو سره يو ځای په 1992 کال کي د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر سقوط وروسته کابل ته راغلی او هلته د واک پر سر په جنگېدلو کي تر ټولو ځواکمن و نو د افغانستان ولسمشر هم سو.

ربانې په 2001 کال کې د خپلو ځواکونو د معایني پر مهال
ربانې په 2001 کال کې د خپلو ځواکونو د معایني پر مهالانځور: AP

 

هغه تر 1996 کاله پوري، چي طالبان په افغانستان کي واک ته رسيږي خپل ځان د جمهوري رياست پر چوکۍ ټنگ کړی و. او حتي د طالبانو په وخت کي يې هم ځان ولسمشر باله.

 

په 2002 کال کي پر افغانستان باندي د امريکا او متحدينو تر بريد وروسته رباني نور په دې و نه توانيدی چي د جمهوري رياست چوکی ټينگه کړي.

 

رباني په دې وروستيو کي د ولسمشر حامد کري لخوا د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر وټاکل سو، او بالاخره د 2011 کال د سپتمبر د مياشتي پر 20 نيټه په کابل کي په خپل کور کي ووژل سو.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل