1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني ووژل سو

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

د کابل ولايت د امنيه قومندانۍ جنايي امر ويلي، چي د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني نن ترغرمي وروسته په خپل کور کي په يوه چاودنه کي ووژل سو. راپورونه وايي چي د شورا د دارلانشا رئيس معصوم ستانکزی هم سخت ټپي سوی دی.

https://p.dw.com/p/12ctB
د سولي د علي شورا غړی برهان الدين رباني او د هغه وياند ستانکزی
د سولي د علي شورا غړی برهان الدين رباني او د هغه وياند ستانکزیانځور: DW

د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر، د افغانستان پخوانی ولسمشر او د جمعيت اسلامي مشر برهان الدين رباني، د سې شنبې په ماښام ووژل سو.

 

دغي شورا د طالبانو سره د خبرو اترو دنده پر غاړه درلوده ترڅو د افغانستان جګړې ته د حل يوه سياسي لاره پيدا کړي.

 

په همدي حال کي يوه افغان پوليس چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يي واخيستل سي ويلي چي په هغه بريد کي چي برهان الدين رباني وژل سوی د افغان ولسمشر حامد کرزي يو مهم سلاکار، معصوم ستانکزی، هم سخت ټپي سوی دی.

 

دغه خبر د رويترز خبري اژنس د کابل د جنايي امر، محمد ظاهر، په حواله ليکلی دی. د رباني کور د کابل ښار په هغه ديپلوماتيکه سيمي کي پروت دی، چي په څو سوه ميترۍ کي يې د امريکا سفارت هم دی.

 

رباني په داسي حال کي وژل کيږي، چي د کابل ښار د ورستيو بريدونو څخه څه نا څه يوه اونۍ تيريږي.

 

محمد ظاهر ويلي دي: « برهان الدين رباني شهيد سوی دی».

 

هغه زياته کړې، چي د پيښي په اړه لا نور جزيات په لاس کي نه لري. د کابل پوليسو هم ويلي چي د پيښي د قربانيانو په اړه لا معلومات په لاس کي نه سته. د کابل پوليسو وياند، حشمت الله ستانکزي، ويلي چي د رباني کور ته څيرمه چاودنه کيدای سي د يوه ځانمرګي بريد په پايلي کي رامنځ ته سوې وي.

 

رباني پر افغانستان د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو د يوې پياوړي ډلي مشرۍ کوله. هغه په 1990 مو کلونو کي هغه مهال د افغانستان ولسمشر و، چي مجاهدينو په افغانستان کي واک تر لاسه کړی.

 

دا په داسي حال کي ده چي د کابل د پوليسو وياند ويلي چي لا تر اوسه پوري د پيښي د قربانيانو په اړه معلومات په لاس کي نه شته.

 

د کابل د پوليسو وياند ويلي:

 

«د برهان الدين رباني د کور مخي ته يوه چاودنه را منځ ته سوې خو زه د دغي پيښي د قربانيانو په اړه کوم معلومات نه لرم».

 

رباني تر هغه بريد وروسته وژل کیږي چي څو ورځي مخکي په کابل کي د امریکا پر سفارت او ناټو پر مقر تر سره سو او شل ساعته يې دوام وکړی.

 

په دغه بريد کي ياغيانو او ځانمرګو بريد کونکو د کابل په بيلابيلو برخو کي بريدونه وکړل. په دغه بريد کي پنځه پوليس او 11 ملکي کسان ووژل سول.

 

افغانستان کي د ډيري لويو بريدونو پړه د حقاني شبکې پر غاړه اچول کيږي. ويل کيږي، چي دغه شبکه د پاکستان په شمالي وزيرستان کي ميشته ده، چي له هماغه ځايه پر افغانستان بريدونه پلانوي.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل