1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: پر افغان خاوره بريدونه د منلو نه دي

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

ولسي جرگې نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر ملګروملتونو او اسلامي کنفرانس ږغ وکړ چي، د ديپلوماتيکو لارو چارو له مخي پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د راکټي بريدونو لاملونه وڅيړي.

https://p.dw.com/p/11olB
ولسي جرگه
ولسي جرگهانځور: DW

په اعلاميه کي راغلي چي دغه دوه سازمانونه دي پاکستان دي ته قانع کړي، چي د افغانستان پر خاوره د وسله وال تيري له امله بخښنه وغواړي.

دې جرګې يو ځل بيا افغان حکومت مسؤل ګڼلی چي بايد د پاکستان ددغه عمل پر ضد په ورته غبرګون لاس پوري کړي.

په همدي حال کي يو شمير وکيلان هم افغان حکومت ګرم بولي، چي په دې برخه کي يې په غوڅه توګه خپل دريځ ولس ته نه دی روښانه کړی.

د ولسي جرګي غړي صادقي نيلي زاده له افغان حکومت وغوښتل چي له پاکستان څخه دي په جدي ډول ددغو بريدونو د لامل په اړه وپوښتي.

NO FLASH Afghanistan Kabul Neues Parlament Eröffnung Zeremonie
انځور: AP

خو لوړ پوړو افغان چارواکو دوې ورځي وړاندي ولسي جرګې ته ويلي وو چي دوی د پاکستان پر ضد ورته ځواب ته چمتو دي او په دې برخه کي پر پوله پوځي احضارات هم نيول سوي دي.

ولسي جرګه په داسي مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي پر سر د راپورته سوي لانجې په اړه له نړيوالي ټولني د مرستي غوښتنه کوي، چي نن په لومړي ځل د امريکا د سنا مجلس غړي جان مکين د بګرام په هوايي اډه کي له پاکستان څخه په کلکه وغوښتل چي پر افغان خاوره دي خپل بريدونه ودروي.

دا لا نه ده څرګنده چي پاکستاني ځواکونه ولي پر افغان خاوره خپلو بريدونو ته دوام ورکوي. خو په اسلام آباد کي پاکستاني خبريال سيلاب مسعود د ټيلفون پر ليکه دويچه ويله راډيو ته ددغو بريدونو د عامل په اړه وويل پاکستاني چارواکي لا هم نه مني چي دا بريدونه ددوی له خوا ترسره کيږي.

ښاغلي مسعود د پاکستاني چارواکو په حواله وويل چي ډيورنډ کرښي ته څيرمه د باجوړ پر سيمه د افغانستان له خاوره توغندي توغول سويدي.

د سيلاب مسعود پر وينا ښايي د ډيورنډ کرښي دواړو غاړو ته داسي ډلي فعالي وي چي غواړي په دغه راز بريدونو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي زيانمني کړي.

Pakistan Armee Soldat FLASH Galerie
انځور: AP

ده د دواړو هيوادونو چارواکي ګرم وبلل چي په دې برخه کي يې اغيزمن ګامونه نه دي پورته کړي.

افغان چارواکي وايي چي د ډيورنډ کرښي له هغي غاړي د افغانستان پر ننګرهار، کنړ، خوست او پکتيا ولايتونو سلګونه توغندي توغول سوي دي.

په همدې لړ کي نن د پکتيا په سرحدي ولسوالۍ ډنډي پټان هم د توغنديو لګيدو خبر ورکړل سو. ځايي چارواکو ويلي چي پر دي ولسوالۍ تير مازيګر ۷ توغندي لګيدلي.

د چارواکو په خبره له دي توغنديو يو يي د هستوګني پر يو کور لګيدلي چي له امله يي د ښځو او ماشومانو په ګډون۱۱ ملکي وګړي ټپيان سوي.