1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

د افغانستان د ځینو برخو د امنيتی چارو د سپارلو لړي به د جولای د میاشتی په لومړی نیټی پیل شي.

https://p.dw.com/p/11myD
بامیان
بامیانانځور: Creative Commons/Hadi Zaher

مرکزي ولایت بامیان په نسبی ارامو ولایتونو کی شمیرل کیږي. د مسؤلیت د انتقال په پروسه کی د دغه ولایت مرکز سربیره د ټولو ولسوالیو امنیت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

د بامیانو د احصایی د مرکزی دفتر د ارقامو پر اساس د بامیان ولایت څه نا څه 418000 تنه نفوس لري او د دغه ولایت 53 فیصده خلک د بی وزلی د کرښی څخه ښکته ژوند کوي.

د بامیانو د والی معاون آصف مبلغ وایی د بامیانو په مرکز او ولسوالیو کی نا امني وجود نلري، خو د انتقال د پروسی وروسته د بغلان، پروان او میدان وردک ولایتونو څخه لویو مواصلاتی لارو ته خطر پیښیدایی شي. هغه وایی: « هغه څه چي مونږ ته خطر را پیښولاي شی، زمونږ ګاونډی ولایتونه دي. که د ګاونډی ولایتونو امنیت خوندي شي مونږه کومه اندیښنه نه لرو، وو که د دغه ولایتونو امنیت ډاډمن نه وي مونږه اندیښنه لرو.»

د ښاغلی مبلغ په وینا شاوخوا 200 تنه د نیوزی لینډ سرتیري په بامیانو کی شتون لري، چی په تیرو لسو کلونو کی یی زمونږ د امنیتی ځواکونو سره په ګډه همکاري کوله. خو هغه وایی د بامیانو څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته به افغان ځواکونه د هوایی او لوژیستکی ملاتړ سربیره هغه پرمخ تللي تجهیزات چی نیوزی لینډی ځواکونو به تری په عملیاتو کی ګټه اخیسته د لاسه ورکړي.
مبلغ زیاته کړی چی په حاضر وخت کی 750 تنه پولیس په بامیانو ک حضور لري. هغه وایی چی د بامیانو په ولایت کی د ملي اردو شتون ته کومه اړتیا نه لیدل کیږي، په بامیان کی یواځی د همغږی یو مرکز شتون لري خو د ملی امنیت یو شمیر ځواکونه د پولیس سره د امنیت په ساتلو کی ونډه لري.

مبلغ وایی چی په دغه ولایت کی یی د امنیت د خوندي کولو په خاطر د امنیت د پروسی د انتقال پر وخت په دغه ولایت کی یی د امنیتی ځواکونو د شمیر دری چنده د زیاتولو غوښتنه کړي.

د مبلغ په وینا که چیري دولتی بنسټونه او یا نوری موسسی چی د پولینډ پی آر ټی پروژی پر مخ بیایی، که د بهرنیو ځواکونو د وتو وروسته خپله کارونه ودروي نو دا به د بامیان ولایت په بیا رغونه او اقتصادي حالت تاثیر ولري.