1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عيني شاهدان پر انترکانتيننتال هوټل د بريد کيسه کوي

۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه

پر هوټل باندي دغه ډليز يرغل چي ويل کيږي د اوو تنو بريد کونکو له لخوا تنظيم سوی وو تيره شپه شاوخوا لس نيمي بجې پيل او تر لمر ختو پوري يې دوام درلود.

https://p.dw.com/p/11lIf
د کابل انتر کانتيننتال هوټل
د کابل انتر کانتيننتال هوټلانځور: picture-alliance/dpa

تر اوسه پوري رسنيو ته ورکړل سوي راپورونه د شاوخوا اتلسو تنو د مرګ ژوبلي پخلی کوي.

د بريد پر مهال ګڼ شمير افغان لوړ پوړي حکومتي چارواکي په همدې هوټل کي موجود ول.

د عيني شاهدانو د وينا له مخه، دغه بريد هغه مهال پيل سو، چي په هوټل کي موجود ميلمنو ماښامنۍ ته د خوړلو تابيا نيوله.

د کابل د پوليسو قوماندانۍ جنايي مدير ډګروال محمد ظاهر د وينا له مخه، په دغه يرغل کي د دوو پوليسو په ګډون نهه تنه وژل سوي او ۸ نور ټپيان دي.

Anschlag auf Hotel in Kabul Afghanistan Flash-Galerie
انځور: dapd

په وژل سويو کسانو کي يو بهرنی او پاتي ټول مړه او ژوبل افغانان دي.

ډګروال ظاهر تيره شپه يولس نيمي بجې د بريد سيمي ته نږدې د دويچه ويله په جواب کي وويل چي د دوی معلومات ښيي چي شاوخوا نهو تنو پر هوټل له بيلا بيلو موقيعتونو يرغل پيل کړی دی.

د نوموړي په خبره بريد کونکي په پيکا ماشيندارونو، کلاشينکوفونو، راکټ اندازونو او نارنج ويشتونکو بمونو او انتحاري سدريو سمبال دي.

خو د کابل امنيه قوماندان بصير سالنګي بيا نن سهار اوه بجې په سيمه کي خبريالانو ته وويل چي جګړه تر شپږ ساعته مقاومت وروسته پای ته رسيدلي ده.

NO FLASH Anschlag auf Hotel in Kabul Afghanistan
انځور: dapd

د سالنګي وينا ده چي درې بريد کونکي د هوټل له بامه او څلور نور د هوټل په خوړنتون کي په بيلا بيلو برخو کي وژل سوي دي.

د بريد پر شپه په دغه هوټل کي د ولسي افغانانو د واده يو محفل هم په جريان کي وو چي د بريد سره سم ډيری ميلمانه له هوتل څخه په تيښتي بريالی سول.

د تخار د ولايتي شورا رئيس مولوي احمدالله چي د بريد پر مهال په انټرکانتيننتال هوټل کي وو وايي کله چي ده د بيګاه ډوډۍ د هوټل د لامبو حوض په څنډه وخوړه نو ناڅاپه يي د درنو او سپکو وسلو پاشلي غږونه ترغوږ سول.

« موږ له خپلو ملګرو سره د بيګاه ډوډ‌ۍ وخوړه چي ناڅاپه مو د مرميو فيرونه تر غوږ سول، عاجل مو ځانونه پټ کړل او ما وليدل چي درې تنه چي پوځي دريشۍ يې پر تن وې هري خوا ته ډزي کوي، بيا پوليس او د ملي پوځ سرتيري را ورسيدل جګړه ونښته او موږ ته پکي زيان ندی رسيدلی».

Anschlag auf Hotel in Kabul Afghanistan Flash-Galerie
انځور: AP

نوموړي وويل چي ټاکل سوې وه نن سهارپه انټرکانتيننتال هوټل کي د لوړ پوړو افغان چارواکو يوه مهمه غونډه جوړه سي.

دغي غونډي ته د ګډون له پاره د افغانستان د ډيرو ولايتونو مستوفيان، امنيه قوماندانان، ولسوالان او د ولايتي شورا د ريسانو تر څنګ ښارولان هم را بلل سوي وو.

د احمدالله د وينا له مخه چي بريد کونکي د هوتل شاوخوا هري سيمي ته رسيدلي ول.

په ورته وخت کي د هوټل يوه بل ميلمانه او د هرات د ولايتي شورا رئيس ډاکټر عبدالله فيض زاده چي د شپې شاوخوا دولس بجې له هوټل څخه د پوليسو په مټ د باندي را ايستل سوي وو په سيمه کي خبريالانو ته وويل چي له ده سره په همدي شپه د هرات د والي د نطاق يو شمير ولسوالانو، ښاروال اوامنيه قوماندان په ګډون يو عالي رتبه پلاوي همدلته موجود وو چي د نوموړي د وينا له مخه په بريد کي يوه ته هم تاوان ندی رسيدلی.

Anschlag auf Hotel in Kabul Afghanistan Flash-Galerie
انځور: dapd

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن سهار دويچه ويله ته وويل چي د دوی ځواکونو پينځه بريد کونکي وژلي او دوه نورو په خپله ځانونه چولي دي.

نوموړي وويل چي د دغه يرغل د ټکولو له پاره د افغانستان د ملي پوځ له هوايي ځواکونو هم کار اخيستل سوی او پوځي توپ ويشتونکو چورلکو د هوټل پر سر ختلي بريد کونکي په نښه کړي دي.

د هغه په خبره، د بام پر سر موجود بريد کونکو پر چورلکو هم ډزي کولې چي د لږ شيبې په تيريدو له پښو وغورځول سول.

د هوټل د ښۍ څنډي د پورتني پوړ يوه برخه هم د اور په لوګو سوځيدلې وه او تر سهاره پوري يي لوخړي آسمان ته پورته کيدې.

د طالبانو ډلي د بريد مسوليت پر خپله غاړه اخيستی.

Polizeikontrolle auf Straße vor Interconti Kabul
انځور: ap/dapd

د دغي ډلي وياند ذبيح الله مجاهد افغاني رسنيو ته وويل چي بريد د دوی د وفادارانو له لوري تر سره سوی، چي پکښي په لسګونو تنه بهرني او لوړ پوړي افغان چاررواکي مړه او ژوبل سوي دي.

دا هغه ادعا ده چي تر اوسه پوري خپلواکو افغانو سرچينو نده منلې.

د کابل پر انټرکانتيننتال هوټل باندي پر داسي مهال بريد وسو چي شاوخوا دوه اونۍ د مخه بيا په يوه ورته بريد کي چي د کابل د پوليسو پر لومړۍ حوزي تر سره سو يو شمير پوليسو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل