1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چې باغي شومه نو بېل شوم

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

عنایت الله دیدار، تر اوسه پورې له شپېتو نه زیاتې ډرامې لیکلې دي. د «ډوېچه ویلې»- د المان غږ راډیو- د « واوره او زده کړه» پروګرام ته يې «مین، کوژدنه او واده» راډیويي پرله پسې ننداره لیکلې ده.

https://p.dw.com/p/11cAN
عنايت الله ديدار
عنايت الله ديدارانځور: DW

دا  د «لېلا» او د هغې د مین د ماشومتوب د مینې او سوز کیسه ده، چې د توپانونو او کړاوونو نه وروسته خپل جنتي ژوند په لاس ورځي. خو لومړی به د ديدار پر شخصي ژوند هم لږه رڼا واچوو:
عنايت الله ديدار درويشت کاله د مخه په پېښور كې زېږېدلى دی. پلرنى ټاټوبى یې د كابل ولايت د سروبي ولسوالي ده. په پېښور کې د دعوت له لېسې څخه فارغ شوی دی. پلار یی د سعودي عربستان د «جامعة الامام» پوهنتون څخه فارغ شوى دى، نو د هماغه اثر له امله يې ترښوونځي وروسته اسلاميات ولوستل.
كله چې كابل ته راغی ، نو  د ۱۳۸۳ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې يې ګډون وکړ او د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي ته بريالى شو. ديدار د خپل ځان په اړه وايي:

« پوهنتون مې څلور پنځه سېمستره ووايه او بيا مې د خپل باغي فطرت له مخې پرېښود. ما په خپله خټه، په خپل لاشعور او خپل فكر كې  له ځان سره داسې کوکارې راوړې وې، چې زما په وجود كې تر ډېره وخته د اظهار په تمه بې قراره پرتې وي. زما ژوند او فكر د اضطرابونو يوه ټولګه ده: د هر څه په اړه فكر؛ د هرڅه په اړه شكوه او شك ؛ او هر څه ته له خلكو نه په يوه بېل نظر كتل! د اګوسټ كانټ د درې ګوني وېش  نظريې او خپل فطرت  ته په كتلو سره زه دا وېلى شم، چې زه د ماشوم له زمانې نه له يوه فلسفي فكر سره راروان وم».

دیدار ، چې کله د پښتو ژبې له نامتو سندرغاړي، سردارعلي ټکر نه د غني خان کلام واورېد، نو ژوند يې د بدلون توپان په مخه کړ: «  زما د ښوونځي ملګري عبدالواحد انتظار، به راباندې سندرې اورېدلې. هېڅ اثر به يې راباندې نه کاوه. یوه ورځ يې ووېل: دا ډېرعجیبه سندرغاړی دی، ډېر سوز دی په کې، یا یې عاشقان اوري او یا پوه خلک! ما چې ورته ځان او روح متوجه کړ، نو دریاب په ګوتو راغی، چې په یوه وړه کوزړۍ کې ایسار و. ځان او جهان را نه هېرشو او د هر څه له حد نه مې تجاوز وكړ».
 

له موسيقۍ او شاعرۍ سره اشنايي يې جذباتو ته د بیان ژبه ورکړه. ديدار اوس هم شاعري كوي خو دا خبره يې هر وخت ځوروي، چې عام ولس ولې د ده په شاعرۍ نه پوهېږي.  له کله نه يې چې له لویو شاعرانو او د ذوق له خاوندانو سره لیده کاته پېل شوي دي، نو يو څه د ډاډ او امېد رڼا يې لیدلې ده.
د ده کورنۍ د ده شاعري خوشی کار بولي او دا هیله لري، چې دی د نورو خلکو غوندې عادي ژوند وکړي او د «بغاوت» او «خوشې ګرځېدو» نه لاس واخلي.
عنایت الله دیدار، له بېلابېلو نادولتي او دولتي بنسټونو سره د خبریال، ډرامه لیکونکي، اېډېټر او پروډیوسر په حېث دنده تر سره کړې ده.


لومړى شعري ټولګه یې «د شوګیر و چغار» په نوم په ۲۰۰۴ کې چاپ شوې ده.
د  غني خان، د کلام غورچاڼ يې هم کړی دی، چې «د شګو محل» نومیږي او د کتاب به بڼه چاپ شوى دى.
بل اثر يې «غني چې مست شي» نومیږي. په دې اثر کې يې د غني خان په شاعرۍ کې د مرګ او ژوند فلسفه څېړلې ده.
یوه د لنډو کیسو ټولکه هم لري، چې «هډوكي» نوميږي. په دې ټولګه کې يې اکثرې کیسې د ارواحو د نړۍ کیسې دي. خو يو کتاب په ده باندې پخپله ډېر ګران دی:
« په خپلو ټولو اثارو كې مې د “ياهو!” ، په نوم كتاب، چې صوفیانه شاعري ده او د لازوال خدای د جلال او جمال ستاینه ده، خوښيږي».

ليکونکی: عنايت الله ديدار

کتونکی: نسيم صابر