1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي مسووليت د سپارلو پروسه څه ده؟

۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبه

که څه هم چي ويل کيږي په راتلونکي مياشت کي به افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د سپارلو لړۍ پيل سي خو تر اوسه د دغي پروسې جزييات نه دي څرگند. چارواکي وايي چي دغه پروسه لا تر اوسه هم تر کار لاندي دي.

https://p.dw.com/p/11XND
افغان ملي پوليس
افغان ملي پوليسانځور: DW

دا چي د امنيتي مسووليت د سپارلو پروسه څه ده ويل کيږي چي د دغي پروسي په لړ کي به په افغانستان کي د ډيرو سيمو امنيتي او اداري چاري د بهرنيو ځواکونو څخه افغان چارواکو ته وسپارل سي.

په اوس وخت کي خاصه پاملرنه د افغانستان امنتي حالت، او د هغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته ده.

د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان امنيتي ځواکونه په خپل هيواد کي د جګړې چاري په لاس کي ونيسي او د طالبانو په وړاندي به خپلي جګړې ته ادامه ورکړي.

د پوځي انتقال ترڅنګ بيا د افغانستان د ملکي چارو د سپارلو لړۍ هم ډير ارزښت لري. په دغه لړکي به نړيوال افغان چارواکو ته په افغانستان کي ملکي چاري وسپارل سي.

اوس مهال په افغنستان کي ملکي چاري د ځينو غير دولتي موسساتو، نړيوالي ټوليني، پرمختيايي پروګرامونو، نړيوالو قرارداديانو او پوځيانو لخوا په ګده پر مخ بيول کيږي چي د دغو خدمتونو کيفيت هم ډير وخت خراب وي.

د اتنقال بهير به کله پيل سي؟

کرزي ويلي چي د اننقال بهير به د روان کال د سرطان په مياشتي کي پيل سي. چارواکي وايي چي د امنيتي چارو د سپارلو لړۍ په ځينو سيمو کي لا وخته پيل سوې. د نورو سيمو د امنيتي چارو د سپارلو دنده به څه وخت وروسته تر سره کي. د هري سيمي د چارو د سپارلو وخت ښايي متفاوت وي. په ځينو سيمو کي خو بيا د امنيت د پروسي د انتقال بشپړتيا ښايي وروسته له هغي اعلان سي چي دغه پروسه پکښي ترسره سوې وي ترڅو د ياغيانو د احتمالي عملياتو مخنيوي وکړي.

دغه ‎پروسه به په لومړی سر کي چيري تر سره سي؟

افغان ولسمشر کرزي د دغي پروسي د لومړي پړاو له پاره اووه سيمي يادي کړي دي. خو په ولايتونو کي به يوازي د باميان او پنجشير ټولي چاري افغان پوځيانو او چارواکو ته وسپارل سي.

افغان پوځيان به دغه راز د کابل د مزارشريف، هرات، لښکرګاه او د مهترلام ښارونو امنيتي چاري د امنيت د انتقال د پروسي په لومړي پړاو کي ترلاسه کړي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي چي طالبان په دې هڅه کي دي چي د امنيت د انتقال پروسه د ستونزو سره مخامخ کړي.

نو د څه انتظار بايد وايستل سي؟

د امنيت د انتقال پروسه يو ثبات لرونکې او د يو ارام افغانستان له پاره ډيره مهمه ده. خو که څه هم په غربي نړۍ کي د هري ورځي په تيريدو سره د افغانستان د جګړې په وړاندي عامه فشارونه د ډيريد په حال کي دي، بياهم امريکايي چارواکي نه غواړي چي د افغانستان څخه د ناټو وتل د 1989 کال ک د روسانو د وتلو په څيروي.

د امنيت د انتقال پر پروسې به څومره پيسې ولګيږي؟

د ناټو ځواکونه غواړي چي د افغانستان څخه ووزي. ځکه ددغه هيواد لس کلني جګړې د تر اندازې ډير مصرفونه درلوده او لري يې. خو که ناټو وغواړي چي د افغانستان څخه ووزي نو بايد يو شمېر مصارف پر ځان ومني.

د داسي يوه پوځ جوړول چي وتوانيږي د ناټو ځای ونيسي ډير مصرف غواړي.

يوازي په روان کال کي به نړيواله ټولنه څه نا څه 11 ميليارده ډلر مصرف ولري ترڅو وتوانيږي د افغان امنيتي ځواک شمير 305000 ته ورسوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل